د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ایران د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون له ژمنو یو بل ګام شاته کېږي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران د خپل اټمي پروګرام لپاره د نویو اقداماتو چې هغه د نړۍ له قدرتونو سره د شوي اټمي تړون له ژمنو د دې هېواد د په شا کیدو بله هڅه بلل شوې، خبرورکړی.

تهران ویلي، سر له سبا به په یوه اټمۍ بټۍ کې نوي سنټرفیوژونه په فعالیت پیل وکړي. امریکا د ایران دغه اقدام غلط او هغه یې د نورو هېوادونو د ملاتړ خپلولو لپاره چې د امریکا د فشارونو د کمولو لپاره ترې کارواخلي، د تهران یوه هڅه بللې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې اروپایي ټولنې تر دې یوه ورځ مخکې پر تهران غږ وکړ چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي.

د ایران ولسمشر نن په یوه وینا کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپریده، وویل، "دا ګام به سر له سبا په فوردو اټمي بټۍ کې واخیستل شي، موږ هلته ۱۰۴۴ سنټرفیوژونه لرو، د تړون له مخې موږ منلې وه چې دا سنټرفیوژونه به څرخي، خو ګاز به پکې نه تزریقوو."

تر دې یوه ورځ مخکې ایران خبر ورکړ چې د (IR6) له دوه برابره پرمختللو سنترفیوژونو اوس استفاده کوي. دا هم د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېواد تر منځ له اټمي تړون څخه سرغړونه ده.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جګپوړي سلاکار او د ولسمشر ځانګړي استازي براین هوک د ایران دغه اقدام غلط وباله.

هوک په واشنګټن کې د الحوره ټلویزیون ته چې د امریکا په مالي مرسته په عربي ژبه خپرونې کوي، پرون دوشنبې وویل: "دا په غلط لوري یو ګام دی چې اخیستل کیږي. دا د اټمي فشارونو په برخه کې د ایران د لوبې یوه برخه ده چې هڅه کوي نورهېوادونه دې ته وهڅوي چې له متحده ایالتونو وغواړي چې موږ فشارونه کم کړو، ترڅو ایران بېرته د اټمي تړون مطابق عمل وکړي. موږ به دا کار ونه کړو."

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون څخه واشنګټن د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې بهر شو او پر ایران یې بیرته اقتصادي بندیزونه ولګول، خو نور لا هم دې تړون ته ژمن دي. البته اروپایي ټولنې د دوشنبې په ورځ پر تهران غږ وکړ چې اټومي تړون ته راوګرځي.

ایران وایي، د اټومي تړون ټولو ژمنو ته به هغه وخت بیرته وګرځي چې د تړون ټول غړي په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له ایران سره شوی اټومي تړون داسې سخت شرایط نه لري چې ایران د اټومي وسلو له جوړېدو راوګرځوي او د ایران د بالستیک توغندیو مخه هم باید ونیول شي. نو د بل تړون لپاره باید خبرې وشي. ایران دا وړاندیز رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG