د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د 'مولوي مفلح' مړی په شیرشاه سوري جومات کې خاورو ته وسپارل شو


په شیرشاه سوري جومات کې د مولوي مفلح د جنازې مراسم
په شیرشاه سوري جومات کې د مولوي مفلح د جنازې مراسم

د څو روحانیونو تر ترور کېدلو وروسته، د افغانستان د حج و اوقافو وزارت امنیتي بنسټونه د علماوو او جوماتونو د امنیت ساتلو برخه کې په پاتې راتلو تورنوي.

د دې وزارت د جوماتونو د چارو مشر د شیرشاه سوري جومات د خطیب مولوي عزیزالله مفلح د وژل کېدو په غبرګون وایي، په دې جومات له برید وړاندې ګواښونه موجود وو.

د شیرشاه سوري د جومات د خطیب مولوي عزیزالله مفلح جنازه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د ياد جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه.

په دې مراسمو کې د ديني عالمانو او ځینو حکومتي چارواکو په ګډون په سلګونو عامو خلکو هم ګډون کړی و.

عزیز الله مفلح تېره جمعه د جمعې تر لمانځه وروسته له څلورو نورو کسانو سره په همدې جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د چارو مشر فضل کریم سراجي د مولوي مفلح د جنازې تر لمانځه وروسته ازادي راډیو ته وویل له دې پیښې مخکې هم دې جومات ته ګواښونه موجود و.

نوموړي په امنيتي بنسټونو نيوکې وکړې چې د عالمانو او جوماتونو د امنيت په خونديتوب کې پاتې راغلي.

هغه زیاته کړه: "امنیتي بنسټونه باید د علماوو او جوماتونو د امنیت ساتنې برخه کې د مسئولیت احساس وکړي، له بده مرغه په دې برخه کې موږ د بې غوري شاهدان یو."

په ورته وخت کې يو شمېر ديني عالمان هم له حکومت او په ځانګړي ډول له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د جوماتونو او ديني عالمانو د امنیت ساتلو برخې ته جدي تدابیر ونیسي.

د مولوي مفلح د جنازې مراسم
د مولوي مفلح د جنازې مراسم

د دیني عالمانو وړاندیز دا دی چې د تر هر لمانځه وروسته دې امنیتي مسئولین د جوماتونو پر امنیتي وضعیت غور وکړي.

د دیني عالمانو له ډلې مولوي عبدالجلال وایي، په لویو جوماتونو کې دې امنیتي کمرې ولګول شي.

هغه زیاته کړه: "په لومړي قدم کې دې هغو لویو جوماتونو کې امنیتي کمرې ولګول شي چې تر ګواښ لاندې دي، د جمعې په ورځ دې له لمانځه مخکې امنیتي مسئولین جوماتونه ولټوي بیا دې لمونځ ترسره شي."

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په جوماتونو کې به دیني عالمانو لپاره امنیتي تدابیر ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په وینا په دې اړه په امنيتي تدابیرو کار روان دی.

طارق ارین
طارق ارین

هغه زیاتوي: "هغه تدابیر به بدلون ومومي چې د مقدسو ځایونو او عالمانو د امنیت په برخه کې تر لاس لاندې وو، دلیل دا دی چې دښمن خپله کړنلاره بدله کړې او په غیر انساني او غیر اسلامي کړنو یې لاس پورې کړی، مونږ په ځانګړو تدابیرو کار کوو."

پر شیرشاه سوري جومات برید پر دیني عالمانو او لمونځ کوونکو لومړنی برید نه دی، له دې وړاندې هم شاوخوا دووه اوونۍ مخکې ورته برید په وزیر محمد اکبر خان جومات کې وشو چې د جومات خطیب محمد ایاز نیازی او څو تنه لمونځ کوونکي په کې ووژل شول.

د افغان حکومت تر څنګ طالبانو هم د دې دوو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی.

د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د چارو مشر ازادي راډیو ته وویل، ښایي د دې بریدونو تر شاه د یو شمېر بهرینو استخاراتو لاس وي ځکه چې په وینا يې دغه استخبارات افغانستان کې د دیني عالمانو مبارزه او فعالیت نه شي زغملی.

XS
SM
MD
LG