د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۸ نور ټپيان دي


کابل کې د نن ورځې د چاودنې سیمه
کابل کې د نن ورځې د چاودنې سیمه

د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون ځیني کسان ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام عزیز الله مفلح او ۳ نور کسان وژل شوي دي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه سوري جامع جومات کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې د جومات امام او ۳ نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي."

ښاغلي ارین دا د افغانستان د دیني عالمانو او لمونځ کوونکو په وړاندې د اسلام د دښمنانو د جنایتونو سلسله وبلله.

طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل ردوي او دغه چاودنه غندي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

۱۰ ورځې مخکې د جون پر دوهمه د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې هم چاودنه شوې وه چې پېژندل شوی دیني عالم مولوي ایاز نیازی یې وواژه.

د هغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) منلی و.

په کابل کې د امریکا سفارت د کابل پر شېرشاه سوري جامع جومات د نن ورځې چاودنه وغندله.

دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، سفارت دا حمله غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيي.

XS
SM
MD
LG