د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د ننګرهار لاریون کوونکي: ایران سره د هر راز اړیکو پرې کول غواړو


لاریون کوونکو د ایراني حکومت پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې د ایران پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو د ایراني حکومت پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې د ایران پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله.

جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالان د ایرن پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یاد هیواد سره دې هر ډول اړیکې پرې کړي او هم یې په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماټیکو د تړل کېدو او د یادې پېښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د جلال اباد ښار لسګونو مدني فعالانو او ځایي خلکو د ایران په خلاف لاریون وکړ وکړ او د افغانو کډوالو پر وړاندې وروستی ترسره کړی عمل یې جنایت وباله.

په دغه لاریون کې د ایراني پوځیانو له لوري د افغان کډوالو پر موټر د ډزو له امله په اور کې د یو شمېر افغان کډوالو د سوځېدو او په هریرود سیند کې د افغانانو غورځول وغندل شول.

لاریون کوونکو د ایراني حکومت پر ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې د ایران پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوله.

یو لاریون کوونکي وویل: "مونږ نن لاریون په دې خاطر کړی چې ایران یو ظالم هېواد دی او زمونږ ګاوندیو هېوادونو تل ظلمونه کړي، که ایران خپلو تېریو ته دوام ورکړي نو افغانان یې پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي."

لاریونوالو په افغانستان کې د ایران د سفارتونو د تړل کېدو او له یاد هېواد سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پرېکون ټينګار کاوه.

دوی همدا راز له ایراني چارواکو وغوښتل چې د یادې پېښې عاملین دې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.

یوه لاریون کوونکي وویل: "حکومت ته دا وایو چې پر ایران دې زمونږ اوبه ودرول شي، دلته دې د ایران سفارتونه وتړل شي او هم له نړیوالو غواړو چې ایران دې په تور لېست کې شامل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په یزد ښلر کې تېره چهارشنبه له افغان مسافرو یو ډک موټر په مرمۍ ویشتل شوی او بیا یې اور اخیستی چې په‌کې ۳ کسان مړه شوي، ۸ تنه ټپیان او نور چې بچ دي، د پناه غوښتونکو په کمپ کې ساتل کېږي.

د ایراني سرتېري له لوري ویشتل شوی د افغان مسافرو موټر چې د اور لمبو کې سوځي.
د ایراني سرتېري له لوري ویشتل شوی د افغان مسافرو موټر چې د اور لمبو کې سوځي.

د راپورونو په اساس د افغان مسافرو په دې موټر کې له ۱۰ زیات افغان مسافر سپاره وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي چې په ایران کې به د افغان کډوالو وژل کېدل او سوځېدل په جدي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ له ډيپلوماتیکو لارو وڅېړل شي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،‌ ایراني چارواکو د ایرن په یزد کې د افغان کډوالو په موټر د ډزو مسؤلیت منلی او ژمنه یې کړې چې له عاملینو سره به یې قانوني ‌چلند کېږي.

څو ورځې مخکې ځینو ایراني‌ پولیسو د یزد په ښار کې د افغان کډوالو په موټر ډزې وکړې، موټر اور واخیست او په کې سپاره ځینې افغانان مړه او ځینې نور ژوبل شول چې دغې پېښې په هیواد دننه او بهر د افغانانو غبرګونونه راوپارول.

د ایران د دې کړنې په تړاو په مرکز کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون شوی وو چې ورته غوښتنې او نیوکې یې لرلې.

کابل کې د ایران سفارت مخته د لاریون کوونکو یو انځور.
کابل کې د ایران سفارت مخته د لاریون کوونکو یو انځور.

د هېواد سویلي ولایت هلمند کې بیا د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه هېواد بیرغ ته اور واچول شو او د ایراني ځواکونو دغه عمل یې یو جنایت وباله.

XS
SM
MD
LG