د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

افغانستان او نړۍ کې داعش سره د مبارزې لپاره له نړیوال ائتلاف د امریکا غوښتنه


ارشیف، د داعش ډلې بیرغ او یو جنګیالی
ارشیف، د داعش ډلې بیرغ او یو جنګیالی

داعش وسله‌والې ډلې په کابل کې پر جومات د سې شنبې ورځې د حملې مسؤلیت منلی دی. په هغه حمله کې د جومات د ملا مولوي ایاز نیازي په ګډون دوه کسان ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

داعش ډلې پر خپله وېب‌پاڼه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۵» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د جومات ملا یې ځکه په نښه کړ چې د افغان حکومت ملاتړ يې کاوه.

ملا ایاز نیازی د پنجشنبې په ورځ د همدې جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له مشرانو غوښتي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د پرمختګ د مخنیوي لپاره دې مالي مرستې زیاتې او د دې ډلې پر ضد دې جګړه ګړندۍ کړي.

د پنجشنبې په ورځ د جون په څلورمه نېټه امریکا او ايټالیا د نړیوال ائتلاف هېوادونو د غونډې مشري وکړه چې تمرکز یې د داعش ډلې پر ضد پر جګړه وو. دا غونډه د وېډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دې غونډې ته وویل چې د داعش پر ضد د امریکا جګړه دوام لري.

امریکا تېره میاشت په کابل کې پر یوه زېږنتون د حملې مسؤله داعش ډله وبلله او ویې‌ویل چې دا ډله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه اغېزمنول غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

مایک پومپیو د پنجشنبې د ورځې غونډې ته په خبرو کې په کابل کې پر زېږنتون حملې ته په اشاره وویل: "موږ باید د داعش ډلې ریښې وباسو او په عراق او سوریه کې له ازادو شویو سیمو سره مرسته وکړو. موږ ټول پوهېږو داعش د خپلې ترهګرۍ لپاره هېڅ پولې نه‌ویني. تېره میاشت دې ډلې په افغانستان کې پر یوه زېږنتون په حمله کې ټول‌وژنه وکړه. په روغتون کې يې تر ټولو بې‌وسه کسان، حامله ښځې او نوي زېږېدلي کوچنیان په نښه کړل. دا د داعش ډلې د حملو پخوانۍ طریقه ده."

تېر کال د امریکا په یوه حمله کې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي ووژل شو او له هغه وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه. مخکې دې ډلې په سوریه او عراق کې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې درلودې.

د جون د څلورمې تر غونډې وروسته مایک پومپیو پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې امریکا او ۸۱ متحد هېوادونه‌یې په بشپړه توګه د داعش ډلې ماتولو ته ژمن دي.

په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د داعش ډلې حملې زیاتې شوي دي چې ملکیان، رسنۍ او اقلیت شیعه وګړي يې هدف ګرځولي.

د سې شنبې په ورځ د جومات تر حملې مخکې د تېرې یکشنبې په ورځ داعش ډلې په کابل کې د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین چاودنې مسؤلیت هم منلی وو.

په دې چاودنه کې چې د یوې ټلوېزیوني شبکې پر بس وشوه، د ټلوېزیون دوه کارکوونکي ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG