د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د داعش ګواښونه؛ 'سېکهان او هندوان افغانستان پرېږدي'


یوه سېکهـ ښځه په کابل کې د داعش له‌خوا په وسله‌وال برید کې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو ژاړي.
یوه سېکهـ ښځه په کابل کې د داعش له‌خوا په وسله‌وال برید کې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو ژاړي.

په افغانستان کې د سېکهانو او هندوانو اقلیت په دې هېواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې وسله‌والو له ګواښونو سره ژوند کوي.

د دې اقلیت ځیني یې له افغانستانه د وتلو په فکر کې دي. داعش وسله‌والو تر اوسه لږترلږه دوه ځله په افغانستان کې د سېکهاڼو او هندوانو پر ټولنو بریدونه کړي او لسګونه تنه‌یې وژلي دي.

فري کهور په افغانستان کې د سېکهـ اقلیت څخه ده. هغې خپل پلار راهول سېنګهـ شااوخوا دوه کاله وړاندې په جلال‌اباد ښار کې د داعش وسله‌والو په یوه برید کې له لاسه ورکړ.

فري اوس وایي په افغانستان کې له داعش وسله‌والو ډېره وېرېږم. په هغه برید کې ۱۹ کسان ووژل شول چې ۱۳یې سېکهان او هندوان ول. داعش وسله‌والې ډلې د هغه برید مسؤلیت واخیست.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې سر راپورته کړ او یوه موده وروسته‌یې د ننګرهار ځینو سیمو ته لار ومونده.

تر هغه نږدې یو کال دمخه دغې ډلې په سوریې او عراق کې پراخې سیمې نیولې وې او د ځان له‌خوا یې د اسلامي خلافت اعلان کړی وو.

د ننګرهار برید د افغانستان پر سېکهانو او هندوانو یوازنی برید نه‌و.

د روان میلادي کال د مارچ په وروستیو کې وسله‌وال برید کوونکي د پلازمېنې کابل په شور بازار سیمه کې د سېکهـانو عبادت ځای ته ننوتل او پر ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو چې په عبادت بوخت ول، برید وکړ.

په دې برید کې لږترلږه ۲۵ تنه ووژل شول چې ماشومان هم په‌کې شامل و. داعش وسله‌والو بیا هم د دې برید مسؤلیت واخیست.

د کابل په درمسال حمله کې د ۲۵ تنو وژل کېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

فري کهور ازادي راډیو ته وویل چې د مارچ میاشتې له برید سره چې په کابل کې د سېکهـانو پر عبادت‌ځای وشو، د دې اقلیت ژوند بدل شو، حتی داسې چې هغوی له کوره د بهر وتلو جرئت نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "موږ د تېر په څېر نه‌شو کولای په ازاده توګه وګرځو او دومره وېره لرو چې ښایي بل برید وشي او د خپلو کورونو له دروازو بهر وتلی نه‌شو.

د فري کهور مور، خور او ورور په هند کې ژوند کوي، خو دا د خپل پلار د هیلې پوره کولو لپاره له وېرې سره سره په کابل کې اوسېږي.

دې وويل: "پلار به مې ویل چې باید له افغانستان څخه د خپل فراغت اسناد واخلم او هر ځای چې اوسم پوه شم چې زه د افغانستان یم."

خو فري کهور چې د ښوونځي په دولسم ټولګي کې ده وایي، د سبق تر ختمولو وروسته به له افغانستان څخه ووځي.

دا وایي د سېکهـانو او هندوانو ډېری نورې کورنۍ هم غواړي چې دا هېواد پرېږدي.

دې زیاته کړه: "د ښوونځي په ختمولو سره غواړم له افغانستان څخه ووځم. ډېری د سېکهـانو او هندوانو کورنۍ چې دلته په کارتې پروان کې ژوند کوي، پرېکړه کړې چې د کرونا له کبله ګرځ‌بندیز او محدودیتونو تر ختمېدو وروسته له افغانستان څخه ووځي."

اوس‌مهال د سېکهـانو او هندوانو شااوخوا زر کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي.

فري کهور وایي د افغان سېکهـانو شااوخوا ۵۰ کورنۍ د کابل ښار په کارتې پروان سیمه کې په یوه ودانۍ کې ژوند کوي چې امنیت‌یې د افغانستان د امنیي ځواکونو په غاړه دی.

افغان سېکهانو د خپلو خپلوانو جسدونه وسوځول چې په وسله‌وال برید کې وژل شوي وو.
افغان سېکهانو د خپلو خپلوانو جسدونه وسوځول چې په وسله‌وال برید کې وژل شوي وو.

د نوموړې په خبره هغوی د شته ګواښونو له کبله د افغانستان په پارلمان کې د دې اقلیت د یوازني غړي نرېندر سېنګهـ خالصه په سپارښتنه دغې ودانۍ ته وړل شوي دي.

په جرمني کې د افغان سېکهانو د کډوالو شورا مسؤل او لیکوال ایشور داس ازادي راډیو ته وویل چې د مارچ میاشتې برید د دې ټولنې ډېری غړي ناهیلې کړي دي.

ایشور داس وايي: "دا چې هغوی پر درمسال برید کوي، په دې معنی چې زموږ د کلونو هیلې چې له یوه نسله بل ته په ارث پاتې شوي او هغه دا چې درمسال د امن ځای دی او مندر او ګوردواره د امن ځای دی او څوک دې حریم ته پښه نه‌ورغځوي، دا هیله ټکنۍ شوه. یو تشویش چې د سېکهـانو او هندوانو په ټولنو کې رامنځته شوی دا دی چې څه باید وکړي؟"

د افغانستان ډېری سېکهاو هندو کورنیو اوس‌مهال هندوستان ته پناه وړې ده.

دیا سېنګهـ هلته سېکهـ لیکوال دی چې له پنځو کلونو راهیسې افغانستان ته نه‌دی تللی او په هند کې ژوند کوي.

نوموړی وایي له هېواده لیرې‌والی ورته ستونزمن دی، خو د ناامنیو او د داعش ډلې د ګواښ له کبله نه‌شي کولای افغانستان ته ولاړ شي.

په کابل کې د داعش په برید کې د سېکهانو وژل شوی کس
په کابل کې د داعش په برید کې د سېکهانو وژل شوی کس

دیا سېنګهـ ازادي راډیو ته وویل: "زه په هند کې ژوند کوم او ډېری نور هغه افغان سېکهـان او هندوان چې په هند کې ژوند کوي، غواړي افغانستان ته ولاړ شي، خو امنیتي حالات اجازه نه‌راکوي. په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید وشو او پر روغتون برید مو ولید، نو تعجب مو وکړ. تاسې باور وکړئ موږ له افغانستانه لیرې ژوند کوو، خو زړونه مو په هغه هېواد کې دي. دومره درد مو ګاللی چې حد نه‌لري."

افغان ځواکونو په پرله‌پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې وسله‌وال کمزوري دي، خو دې ډلې لا هم بریدونو ته دوام ورکړی دی. وروستۍ بېلګه‌یې دا ده چې داعش وسله‌والو د خورشید په نوم د خصوصي ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د وروستي برید مسؤلیت واخیست. په هغه برید کې د یاد ټلوېزیون دوه خبریالان او یو کارکوونکی وژل شوي او څو نور یې ټپیان شوي دي.

د خورشيد ټلوېزيون خبريال ضمير اميري خاورو ته وسپارل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

افغانستان د روان میلادي کال د مې پر ۱۲مه د دوو خونړیو بریدونو شاهد وو. یو برید د کابل په لوېدیځ کې پر یو ملکي روغتون وشو او بل د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو برید وشو چې په دواړو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د برید مسؤلیت داعش وسله‌والو واخیست، خو د کابل پر روغتون د برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپله ټویټر پاڼه داعش وسله‌واله ډله د کابل پر روغتون برید کې مسؤله وبلله او هغه‌یې د افغانستان او نړۍ لپاره یو ګواښ وبلله.

د افغانستان په پارلمان کې د هندوانو او سېکهـانو د اقلیت یوازنی غړی نرېندر سېنګهـ خالصه هم په دې باور دی چې داعش وسله‌وال نه‌یوازې دوی ته، بلکې د افغانستان ټولو وګړو ته یو لوی ګواښ دی.

نرېندر سېنګهـ خالصه
نرېندر سېنګهـ خالصه

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ټول وګړي تر ګواښ لاندې دي. داعش پر ماشومانو او ښځو هم رحم نه‌کوي. سېکهـان او هندوان په افغانستان کې یو کوچنی اقلیت دی، خو واقعیت دا دی چې ډېر قوي درد مو ګاللی، تلفات مو ورکړي. هیله لرم په افغانستان کې یوه دایمي سوله راشي څو په دې هېواد کې په ارامۍ ژوند وکړو."

XS
SM
MD
LG