د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

ملګرو ملتونو ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړ


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نړۍ کې د کرونا وبا له کبله د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش د پنجشنبې په ورځ د لوړې کچې یوې غونډې ته وویل، د کرونا وبا به په پراخې لوږې او بیکارۍ په نړۍ کې ”له تصور نه د وتلې ورانۍ او رنځ “ سبب شي.

نوموړې د زیاتو مالي ګامونو او د پورونو د کمولو په شمول د چټکو نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د کرونا وبا کولی شي په نړیوال تولید کې د څه باندې ۸ نیم ټریلیونه ډالرو د کمي سبب شي.

د اپرېل په میاشت کې د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو او د پاریس کلب پور ورکونکو وړاندیز وکړ چې د ۷۷ بې وزلو هېوادونو له خوا د دوه اړخیزو پورونو ورکول د کال په راتلونکو میاشتو کې وځنډوي.

تر اوسه یوازې ۲۲ هېوادونو له دې پروګرام څخه د ګټې اخیستو وړاندیز کړی دی.

د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ۵ عشاریه ۹ میلیونو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ زره کسان ددې ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا ویروس د تېر کال د ډېسېمبر میاشتې په پای کې د ووهان په ښار کې پیدا شو او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د دې ویروس په تړاو پر چین انتقاد وکړ او هغه یې "د چین یوه ډیره بده ډالۍ" وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ دا پر خپل ټویټر وروسته له هغې ولیکل چې په امریکا کې یې په کرونا ویروس د سل زرو څخه د زیاتو کسانو په مړینه خواشیني وښوده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون او اوه سوه زرو اوښتی دی.

دې ویروس د نورۍ نړۍ په څېر په امریکا کې هم عادي ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی، او خلک یې اړ کړي چې څو اونۍ قرنطین تجربه کړي او خراب اقتصادي وضیعت یې رامنځ ته کړی دی.

دا مهال د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې پر کاروبار او ټولنیزو فعالیتونو محدودیت لرې شوی دی.

اخوا په لویدیځه اروپا کې چې مخکې د کرونا ویروس په مرکز بدله شوې وه، په دې ویروس د اخته کیدو نوې پېښې او له کبله یې مړینې په کمېدو دي.

د اروپايي ټولنې ګڼ هېوادونه دا مهال د کرونا له کبله د لګولو محدودیتونو د کمولو په حال کې دي او په راتلونکو اوونیو کې د خپلو پولو په تدریجي پرانیستو کار کوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG