د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

کرونا ویروس لاتینې امریکا ته مخه کړې


برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه
برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په کمېدو دي او ډېرو هېوادونو په بندیزونو کې نرموالی راوستی دی، خو لاتینې امریکا ته دې ویروس مخه کړې ده.

د دې لویې وچې تر ټولو ګڼ نفوس هېواد برازیل سخت ځپل شوی دی.

په امریکا کې ټولو ایالتونو بندیزونه نرم کړي او په همدې حال کې وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې اروپايي هېوادونه د خپلو پولو په پرانیستلو غور کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG