د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

یو شمېر اروپايي هېوادونه پر خپلو پولو پرانیستلو غور کوي


ارشیف
ارشیف

د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه پر خپلو پولو پرانیستلو غور کوي.

دا وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته.

اسپانیه له هغو هېوادونو ده چې د کرونا ویروس تر ټولو زیات زیان‌یې تجربه کړی دی. دې هېواد د پولو پرانیستلو په برخه کې د اروپايي ټولنې د دریځ ملاتړ کړی دی.

جرمني غواړي د اروپايي ټولنې د ۲۶ هېوادونو له پولو د سیلانیانو د تېرېدو په برخه کې خبرداری د جون په ۱۵مه لیرې کړي.

ډنمارک هم له نورو نوردیک هېوادونو سره پر خپلو پولو محدودیت کم کړی دی.

روسیې پرون د مې په ۲۶مه، نېټه د ۱۷۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG