د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د افغانستان د جګړه ځپلو ولایتونو خلک د اوربند په اړه څه وايي؟


د لشکرګاه د ښار یوه څنډه
د لشکرګاه د ښار یوه څنډه

د اختر په شپو او ورځو کې د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو لخوا د اوربند اعلان افغانان خوښ کړي، خو یو شمېر غوښتنې هم لري.

د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند اعلان او په جنګ ځپلو ولایتونو کې د خلکو نظر!

د یو شمېر هغو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره چې اختر د جګړې تر سیورې لاندې د اوربند په شېبو کې لمانځي، له غبرګو خوښیو کم نه دی.

دوی که څه هم د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو له‌خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي، خو تر خوا یې د تل‌ لپاره د مرمیو او نورو چاودېدونکو موادو د غږونو د بندېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان شمال ختیځ کندز هغه ولایت دی چې اوونۍ وړاندې په کې خورا سخته جګړه وشوه.

د دې سیمې اوسېدونکي لنډمهالی اوربند ته خوښ دي، خو وايي، هیله‌مند دي چې د تېر په څېر بیا د سختې جګړې شاهدان و نه اوسي.

هغه زیاتوي: "موږ غواړو چې اوربند وشي، جګړه پای ته ورسېږي، وطن کې مو ارامي راشي، ټولې ښځې له دې کار خوښې دي."

یو بل اوسېدونکی وايي: "اوربند دې د تل لپاره اعلان کړي، دواړه لوري باید خپله ژمنتیا وښيي او اوربند کې باید هیڅ‌ ډول تاوتریخوالی و نه شي. "

د افغانستان لویدیځ کې هلمند هم د نورو وخت په څېر په روژه کې نا امن و.

هلته د سرتېرو سربېره، پر ملکیانو هم د سړک غاړې ماین وچاودېد او مرګ ژوبله یې واړوله.

هدایت الله ارماني د کجکي اوسېدونکی دی.

دی اوربند تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره یو فرصت بولي.

هغه زیاته کړه: "په اوربند کې هر شخص خپلې موخې ته ځان رسولای شي، وړاندې چې اوربند نه و، جګړه وه، ماین چاودېده، هوايي بریدونه کېدل، اوس هر سړی په سړه سینه خپل هدف ته ځان رسولای شي، دا د افغانستان د خلکو لپاره یو فرصت دی."

د افغانستان په شمال بدخشان کې هم اوربند د خلکو پر شونډو خوښي خپره کړې.

دوی وايي، اوربند کې د ټولو غوښتنه ده او د جګړې پای په کې نغښتی دی.

د فیض اباد اوسېدونکو ارش ازادي راډیو ته وویل: "هیله‌مند یم چې دا اقدامات دوام وکړي او د تاوتریخوالي او اوربند دا لړۍ تر هغه وي چې د افغانستان خلک تل‌‌پاتې سولې ته ورسېږي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالبصیر وايي: "هیله لرم چې اوربند د دې سبب شي چې افغانان خپل‌منځي خبري پیل کړي. "

غزنی چې د روژې په میاشت کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و، اوسېدونکي یې وايي، په لومړۍ ورځ اوربند او اختر دواړو خوښ کړي.

د دې ولایت اوسېدونکی حمید وویل: "موږ له دولت او طالبانو غواړو چې دا اوربند دایمي شي او په افغانستان کې تل‌پاتې سوله راشي. "

د دې ولایت بل اوسېدونکی نصرالله وايي: "کوم اوربند چې شوی، موږ غواړو چې دایمي شي او تل‌پاتې سوله راشي."

د افغانستان ختیځ هم په روژه کې د یوې خونړۍ پېښې شاهد و، چېرته د جنازې پر لمانځه ولاړ کسان په نښه شول.

ننګرهار ښېوې کې د جنازې مراسمو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ټپیان روغتون ته د لېږدولو پرمهال لیدل کېږي.12.5.2020
ننګرهار ښېوې کې د جنازې مراسمو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ټپیان روغتون ته د لېږدولو پرمهال لیدل کېږي.12.5.2020

ننګرهاریان وايي، د افغانانو سوکالي په سوله کې ده او تل‌پاتې سوله په تل‌پاتې اوربند پورې تړلې ده.

جان اغا صالح ‌ازادي راډیو ته وویل: "ډېر زیات خوشحال یوو، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت او طالبان دا اوربند دایمي اعلان کړي، څو افغانان سوکاله او ارامه ژوند وکړي. "

د ننګرهار بل اوسېدونکی فهیم‌الله تره‌کي وویل: "موږ خوښ یوو، الله دې وکړي چې اوربند دایمي شي، څو افغانان له دې جګړې خلاص شي. "

د اوربند په اړه د افغانانو دا خوښي یوازې په دې ولایتونو پورې محدوده نه ده، بلکې په ټول افغانستان کې خلکو نظریات پر ټولو رسنیو هم خپاره کړي او د تل‌پاتې اوربند غوښتنه یې کړې.

دا په رسمي ډول د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دویم اوربند دی چې جګړه په کې نه کېږي.

د افغانستان حکومت په ځلونو له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، خو دې ډلې رد کړې ده.

په دې وروستیو د نړیوالې ټولنې سربېره، د امریکا متحده ایالاتو چې له طالبانو سره یې د سولې تړون هم لاس‌لیک کړی، له دې ډلې غوښتي چې تاوتریخوالی را کم او له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG