د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

دایمي اوربند ته هیلې؛ یوناما، ناټو او امریکا اختر کې د اوربند هرکلی وکړ


ارشيف
ارشيف

د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د اختر په دريیو ورځو کې د اوربند پرېکړه وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په دريیو ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی وکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني بېګا په دې اړه په لنډ پیغام کې لیکلي: "زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان په حیث امنیتي او دفاعي ځواکونوته هدایت ورکوم چې د دریو ورځو د اوربند په وخت کې دي متارکه وکړي او یوازې د حملې په صورت کې دي متقابل عمل کوي."

وسله والو طالبانو بېګا یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې یې وسله وال پر مقابل لوري حملې نه کوي.

وسله والو طالبانوته سپارښتنه شوې چې له مقابله لوري د حملې په وړاندې دي متقابل عمل وکړي او د حکومتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته د تګ اجازه نه لري.

د طالبانو د دې بیان تر خپرېدو وروسته، د افغانستان حکومت له خپله لوري درې ورځې اوربند اعلان کړ.

د افغانستان ولسمشر به په دودیز ډول، د کوچني اختر په سهار خلکو ته وینا وکړي.

ولسمشر ویلي چې په دې اړه نور جزئیات به په دې خبروکې څرګند کړی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند د اختر د دریو ورځو په مناسبت د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

طالبانو د افغانستان پر حکومت وار ړومبی کړ او بېګا یې په یوه اعلامیه کې پر خپلو وسله والو غږ وکړ چې په دریو ورخو اختر کې دي پر مقابل لوري حملې نه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر او په خپله د دې دفتر مشرې ډیبرا لاینز د طالبانو او حکومت د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.

یوناما پر دواړو خواوو غږ کړی چې د دریو ورخو اوربند په دایمي اوربند بدل کړي.

یوناما پرون ماخوستن پر ټوېټر لیکلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې باید پیل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د حکومت او طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

سټولټنبرګ پر ټوېتر لیکلي چې ټولې خواوې باید د سولې لپاره له دې موقع کار واخلي او د افغانانو د ښېګڼې لپاره سولې ته موقع وکري.

سټولټنبرګ لیکلي چې ناټو د افغانستان د امنیت لپاره پر خپل تعهد ولاړه ده.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون ورته بیان خپور کړی دی.

خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: "موږ د اوربند داعلان ملاتړ کوو."

هغه پر ټوېټر لیکلي چې د کرونا ویروس روژه د ټولو مسلمانانو لپاره سخته کړې وه خو د افغانانو لپاره تر نورو ډېره سخته وه ځکه جګړه روانه وه.

XS
SM
MD
LG