د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

د پکتیا ولايتي شورا او اوسېدونکي: جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې


د پکتیا د ولايتي شورا محمد رحمان قادري د خبري غونډې پرمهال
د پکتیا د ولايتي شورا محمد رحمان قادري د خبري غونډې پرمهال

د پکتیا ولایتي شورا او یو شمېر اوسېدونکي وایي، جګړه د ښار څنډو ته رانږدې شوې.

دوی وایي، په دې ولایت کې د ولایتې ادارې او د امنیتي ځواکونو د مسولینو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي او په اړیکو د ولسوالیو د قومندانانو د ګمارنې له امله جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې.

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د ناامنیو د ډېرېدو په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې "ګردېز امن نه دی" تر نامه لاندې پوسټونه کوي او د امنیتي ځواکونو مسئولین د امنیت په رواستو کې ناکام بولي.

دوی وایي، چې د پکتیا په مرګز ګردېز کې د ترور پېښې زیاتې شوي او نږدې هره شپه د ښار پر کمربندي پوستو د وسله والو بریدونه کېږي، چې په وینا یې دوی یې سخت اندېښمن کړي او په خبره یې جګړه د ګردېز ښار تر څنډو رارسېدلې.

د پکتیا د اوسېدونکو یو انځور
د پکتیا د اوسېدونکو یو انځور

د پکتیا ولایت اوسېدونکی احسان احسان وویل: "تقریباً په هره دویمه ورځ یوه پوسته سقوط کېږي او تر لسو پورې عسکر شهیدان ورکوو، په مخنیوي کې یې نه امنیې قومندان او نه هم قول اردو قومندان مثبت رول لوبولی او نه هم والي، چې لومړۍ درجه مسول دی."

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم ورته اندېښنه لري او وایي، د ولایتي ادارې او د امنیتي ځواکونو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي تر څنګ د اړیکو له مخکې ګمارنې د ناامنیو د زیاتوالي سبب شوي.

د ولایتي شورا غړی محمد رحمان قادري وایي: "واټن چې د ولس او د دولت تر منځ و هغه لا زیات شوی، ځکه مسئولین خلکو ته راپور نه ورکوي او د ټولو ولسوالیو امنیې قومندانان د پیسو او نورو مسایلو په خاطر ګمارل کېږي، د دې په خاطر چې دلته تجارت او خپل ځان جوړ کړي."

دوی په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو پر مسئولینو نیوکه کوي، چې د سه شنبې په شپه د ګردېز ښار د مهلن په سیمه کې د سیمه ییزې اردو په پوسته د وسله والو په برید کې ۲ سرتېري مړه او ۳ نور ټپیان شول.

خو د تېرې دوشنبې د ورځې په ماښام د مرکز اړوند په څلورمه امنیتي حوزه کې د روژه ماتي پرمهال د وسله والو په برید کې د ۴ سرتېرو د وژل کېدو پېښې بیا د دې ولایت اوسېدونکي سخت غصه کړل او لومړۍ درجه مسئولینو یې توندې نیوکې وکړې.

خو د پکتیا ولایتي اداره د همغږۍ د نشتوالي د ادعا د رد تر څنګ وایي،د امنیت د ټینګښت لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي او وایي، د بریدونو زیاتوالی یوازې په پکتیا کې نه بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې زور اخېستی.

د والي ویاند عبدالله حسرت وایي: "امنیتي مشرتابه په دې هڅه کې ده، چې د خلکو امنیت وساتي، خو یوازې په پکتیا کې نه بلکې د سویل ختیځ زون په ټولو ولایاتو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې برخه کې دخلکو همکاري ډېره اړینه ده."

له بلې خوا د پکتیا امنیې قومندان د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې هغه کسان رسنیو ته وښودل، چې د مرکز اړوند په څلورمه امنیتي حوزه کې یې د روژه ماتي پر مهال یې ۴ سرتېري وژلي و او په وینا یې د هغو کسانو د نیولو لپاره یې هم هڅې روانې دي، چې د ښار په منځ کې د عامو خلکو او دولتي کارمندانو په ترور کې ښکېل دي، خو تر اوسه نه دي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG