د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

امریکا کې یو پاکستانی ډاکتر له تروریزم سره په همکارۍ تورن شو


دا پاکستانی ډاکتر محمد مسعود نومېږي او ۲۸ کلن دی.
دا پاکستانی ډاکتر محمد مسعود نومېږي او ۲۸ کلن دی.

د امریکا په منیسوټا ایالت کې محکمې یو پاکستانی ډاکتر په تروریزم تورن کړ.

دا پاکستانی ډاکتر محمد مسعود نومېږي او ۲۸ کلن دی.

څارنوالانو ویلي چې ډاکتر مسعود د جنورۍ له میاشتې تر مارچه هغو مخبرانو ته چې ده فکر کړی و چې د داعش غړي دي، ګڼ بیانونه کړي او له داعش او د دې ډلې مشرانو ته خپله وفا داري هم اعلان کړې ده.

د رپوټونو پر اساس، دې ډاکتر په امریکا کې د (مایو) کلینیک په یوه برخه کې د څېړونکي په توګه کار کړی دی.

پر هغه همدا راز تور لګېدلی چې په یوه مورد کې یې هڅه کړې چې یوې بهرنۍ تروریستي ډلې سره مالي مرسته وکړي.

په منیسوټا کې د محکمۍ وکیلې، اریکا مک ډونالډ د جمعې په ورځ د محمد مسعود اتهام لیک ورته ولوست.

هغه د مینیا پولیس په سنت پاول نړیوال هوايي ډګر کې د مارچ په ۱۹مه ونیول شو.

څارنوالانو ویلي چې محمد مسعود د کار په ویزه امریکا ته تللی و.

په هغو اسنادو کې چې محکمې ته وړاندې شوي، ویل شوي چې د جنورۍ له میاشتې تر مارچه محمد مسعود څو ځله هڅه کړې چې هغو مخبرانو ته چې ده ګومان کړی و چې د داعش غړي دي، پیسې ورکړي.

هغه همدا راز علاقه څرګنده کړې وه چې سوریې ته ولاړ او د داعش په لیکو کې جګړه وکړي او په امریکا یې هم په خپله د بریدونو نیت څرګند کړی دی.

د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې په یوه یادداشت کې لیکل شوي چې مسعود په یوه پیغام کې لیکلي: "ما دلته غوښتل چې ډېر کارونه وکړم، پوهېږي، په خپل سر حملې، خو ماته دا فکر پیدا شوی چې زه باید سیمې ته ولاړ شم او هلته له خویندو او وروڼو اوکوچنیانوسره مرسته وکړم؟"

څارنوالانو ویلي چې محمد مسعود پلان درلود چې اردن ته ولاړ شي او له هغه ځایه بیا د مارچ د میاشتې په پای کې سوریې ته ځان ورسوي خو د مارچ په ۱۶مه یې خپل پلان بدل کړ ځکه اردن د کرونا ویروس د وبا له کبله خپلې پولې د نړیوالو پروازونو لپاره وتړلې.

مسعود او یو تن چې د استخباراتوله لوري له هغه څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګومارلې و، یو پلان جوړ کړی و.

د مسعود مدافع وکیل تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي کړې.

د محکمې په اسنادوکې نه دي ویل شوي چې محمد مسعود په کوم کلینیک کې کار کاوه.

مایو کلینیک ویلي و چې هغه مخکې په دې طبي مرکز کې کار کاوه خو د نیول کېدوپه وخت کې یې هلته کار نه کاوه.

د امریکا په منیسوټا ایالت کې ګڼ شمېر سومالیایان اوسېږي.

د راپورونو پر اساس، له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې ډېر وګړي له دې سیمې سومالیا ته تللي او د الشباب له وسله والې ډلې سره چې له القاعده سره هم ارتباط لري، یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG