د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

داسې ښکاري چې ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې د پاکستان په وړاندې سخت دریځ غوره کوي


داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د افغانستان په اړه په نوې ستراتیژۍ کې د پاکستان په وړاندې سخت دریځ غوره کړي.

رویترز خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې دا موضوع څېړلې او په دې اړه چې ټرمپ د پاکستان په وړاندې د سختو اقداماتو لپاره څه وسیلې یا ابزار په لاس کې لري، د یو شمېر امریکایي چارواکو او تحلیګرانو نظرونه هم را اخیستي دي.

امریکایي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي چې داسي ښکاري چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره دې ته اماده ده چې په پاکستان کې د دیره هغو سخت دریځو وسله والو چې پرګاونډي هېواد افغانستان حملې کوي د ځپلو لپاره د دې هېواد په وړاندې سخته تګلاره غوري کړي.

دغو چارواکو د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط رویټرز ته ویلي چې په هغو احتمالي اقداماتو کې چې د ټرمپ ادارې پرې بحث او خبرې کړي، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پراخېدل، له دې هېواد سره د مرستو بندول یایي له سره سمول او ښایي هم د متحد په توګه د موقف کمزوري کول شامل دي.

خو یو شمېر امریکایي چارواکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې دغه احتمالي اقدامات به بریالۍ نتیجه ولري او استدلال کوي چې له سخت دریځو ډلو د پاکستان د ملاتړ د له منځه وړلو لپاره د کلونو کلونو مخکینۍ هڅې ناکامه شوي او دې ته په پام سره چې متحدو ایالاتو د پاکستان د اوږدې مودې له دښمن ګاونډ هند سره اړیکې پیاوړي کړي، له اسلام اباد سره د دغه نوي تعامل د بریالیتوب چانس هم کمزوری کوي.

امریکایي چارواکي وایي، کله چې د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې په اړه ستراتیژۍ کې سیمه ییزه تګلاره یا څېړنه بشړه شي، د ټرمپ اداره له پاکستان سره اړیکې نه شلوي بلکې هڅه کوي چې ورسره همکاري پراخه کړي.

په دې اړه چارواکو د مشخصو اقداماتو یادونه نه ده کړې.

د رویټرز په لیکنه د نوې ستراتیژۍ له بشپړېدو مخکې سپینۍ ماڼۍ او پنتاګون په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې او په واشنګټن کې د پاکستان سفارت هم سمدستي په دې اړه تبصره نه ده کړې.

پنټاګون تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
پنټاګون تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ادم سټمپ یوازې دومره ویلي چې متحده ایالات او پاکستان د ملي امنیت له مسایلو سره تړلو پر یولړ موضوعاتو شراکت ته ادامه ورکوي.

خو د رویټرپه وینا بحثونه پردې څرخي چې په پاکستان کې د سخت دریځو د خوندي مرکزونو چې د افغانستان د جګړې د خرابېدو یو له عمده عواملو بلل کېږي او په دې هېواد کې روانه جګړه یې د نه کنټرول وړ ترحالته رسولې، په وړاندې یوه مشخصه تګلاره غوره شي.

د افغانستان حکومت هم پردې ټینګار کوي چې پر دې هېواد جګړه له بهره تپل شوې او د دې لپاره چې دغه اوږده جګړه پای ته ورسول شي، د ټرمپ د ادارې په نوې ستراتیژي کې باید له هېواد بهر د ترهګرو مرکزونه او ملاتړې شبکې په نښه شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دولت وزیري.
دولت وزیري.

"موږه له پخوا خپله موضع روښانه کړې وه چې مشکل په افغانستان کې نه دی مشکل د افغانستانه دباندې دی، ټول تروریستي ګروپونه دي، له افغانستانه بهر تمویل کېږي، تجهیز کېږي، مرسته ورسره کېږي بیا افغانستان ته را لېږل کېږي، نو معني داده چې که چیرې په هغوی باندې فشار راوړل شي، همدغه تروریستي ګروپونه له افغانستانه بهر وځپل شي او هغه استخباراتۍ کړۍ او هغه هېوادونه چې د ترورېزم څخه ملاتړ کوي پر هغوی فشار راوړل شي نو په افغانستان کې به جګړه پای ته رسېږي."

په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې تحلیګران هم په دې باور دي چې په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو طالبانو اوله دې ډلې سره تړلو وسله والو ته د دې زمینه برابره کړې چې پر افغانستان خونړیو بریدونو ته دوام ورکړي او پر هغوی له ځمکنیو بریدونو وروسته بېرته ځانونه سره منسجم کړي.

یوه امریکایي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې چې سیمه ییزه تګلاره په پام کې نیول شوې او هغه به د جولای په نیمایي کې اعلان شي، په وروستیو اونیو کې له اسلام اباد سره د اړیکو په اړه ډېر بحثونه شوي دي.

اسلام اباد.
اسلام اباد.

دې چارواکي زیاته کړه، «د پاکستان په وړاندې تر اوسه زموږ ستراتیژي چې کوم مسایل پکې شامل شي، نه ده بشپړه شوې،دغه ستراتیژي به ډېره روښانه وي چې موږ په مشخص ډول له پاکستانه څه غواړو.»

خو د افغانستان د امنيتي او پوځي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي وایي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي هڅو په وړاندې چې ولې یې تراوسه سمه نتیجه نه ده ورکړې یوه عمده ستونزه داوه چې امریکایي چارواکو نه غوښتل چې له پاکستان سره چې په سیمه کې یې یو نېږدې متحد ګڼل کېده او له اوږدې مودې یې ورسره اړیکې پاللې، مناسبات خرابه کړي.

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل امریکایي چارواکي په دې پوهېدل چې د ترهګرو مرکزونه چېرې دي او دا خبره په کراتو کراتو افغان چارواکو هم ورته کړې خو هغوی پرې هېڅکله هم سرنه دی ګرولی.

هغه وایي اوس ښایي امریکایي چارواکو ته دا ثابته شوې وي چې اصلي ستونزه چیرې ده.

نوموړي زیاته کړه:

شېر محمد کریمي.
شېر محمد کریمي.

"اوس دوی ته دا ثابته شوې ده چې مشکل په کوم ځای کې دی، تروریست په کوم ځای کې دی، پټنځایونه چېرته دي، نو که چېری دوی په رښتیا په ستراتیژي کې داسې پالیسي غوره کوي چې په دې سیمه کې تروریستان راټول کړي، تروریستان له منځه یوسي یا یې ترکنټرول لاندې راولي، نو د دوی په پالیسۍ کې باید داشی شامل وي چې دوی له پاکستان سره څه ډول چلند وکړي او څومره فشار باید پردې هېواد را وړي."

یو شمېر امریکایي چارواکي خبرداری ورکوي چې ښایي د یوې درستې تګلارې په اړه د امریکا د حکومت دننه اختلافات راپورته شي او دا پوښتنې مطرح کوي چې د اسلام اباد د سلوک د بدلولو لپاره به ایا د مکافاتو او مجازاتو لاره اغیزمنه وي؟

دغه چارواکي وایي، بالاخره واشنګټن بیا هم یوه شریک ته اړتیا لري ولو که هغه نیمګړی هم وي، هغه شریک ته چې اټمي وسله لري.

ټاکل شوې چې متحده ایالات بیا افغانستان ته نور په زرګونو سرتېري واستوي او پردې خبرې یې هم اعتراف کړی چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په دې هېواد کې روانه جګړه نشي ګټلی او طالبان هم لا پیاوړي شوي دي.

کارپوهان وایي، که په پاکستان کې پر هغو سخت دریځو چې پر افغانستان حملې کوي، فشارونه زیات نشي، دې هېواد ته اضافي استول کېدونکي امریکایي سرتېري به هم خپل ټاکلي هدف ته په رسېدوکې پاتې راشي.

ټاکلی هدف هم پر طالبانو د فشارونو زیاتول دي چې د سولې خبرو ته غاړه کښېږدي.

افغان طالبان.
افغان طالبان.

د رویټرز د راپورله مخې پاکستان تل په کلکه هغه ادعاوې چې وایي سخت دریځي د دې هېواد په خاوره کې خوندي مرکزونه لري، ردکړې دي.

اسلام اباد د واشنګټن دا تور هم چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره «ای. اس. ای» له حقاني شبکې سره اړیکي لري هم رد کړی دی.

هغه شبکه چې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو حملو مسؤله ګڼل کېږي.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې دې هېواد د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې له خپل لوري له ټولو امکاناتو کاراخیستی او ګومان نه کوي چې د ټرمپ اداره پرې له دې زیات فشارونه راوړي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلي ویلي چې واشنګټن نه غواړي چې پر پاکستان فشار را راولي چې دا هېواد د ترهګرۍ په وړاندې له روانې جګړې لاس واخلي.

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې دا هېواد د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په وړاندې نړیوالې جګړې سره یوځای شوی، په دې هېواد کې د سخت دریځو له خوا په شخړو کې نېږدې ۲۲ زره ملکیان او شااوخوا اووه زره د امنیي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

پاکستاني ملېشې تر سړک غاړې ماین چاودنې وورسته.
پاکستاني ملېشې تر سړک غاړې ماین چاودنې وورسته.

د چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د غوره شوی پالیسۍ یو علت هند دی.

اسلام اباد دې ته اندیښنه لري چې نوی ډیلی به پر افغانستان له خپل نفوذ څخه ګټه پورته کړي.

پاکستان ته په ۲۰۰۴ کال د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ادارې د ناټو د غړیتوبه بهر د یوه ستر متحد لقب ورکړی و.

په هغه وخت کې دغه غوره موقف پاکستان ته د دې لپاره ورکړل شوی وچې د القاعده او وسله والو طالبانو په وړاندې د امریکا په جګړه کې د پاکستان ونډې ته اهمیت ورکړل شي.

خو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان د ریښتینې همکارۍ په اړه امریکایي چارواکو تل شکونه څرګند کړي دي.

په بروکینګس تحقیقاتي انسټیټوټ کې د پاکستان د چارو تحلیلګر بروس ریډل Bruce Riedel وایي، پاکستان یو متحد نه دی.

که څه هم دا هېواد شمالي کوریا یا ایران نه دی خو یو متحد نه دی.

که له پاکستانه دغه موقف واخیستل شي ښایي دا پر پاکستان یو سخت ګذار وګڼل شي.

یوه پخواني امریکایي چارواکي رویټرز ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستان به هغه ډېر جدي وبولي او داسې به وانګېري چې ورسره بې احترامي شوې ده.

ډیویډ سیډني David Sedney چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یې د افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسيا په پوځي او دفاعي چاروکې د اوباما د مرستیال همکار په توګه دنده ترسره کړې وايي، هغه هڅه چې اسلام اباد په یوه ستراتیژیک شریک بدل شي یوه ستره اشتباه وه.

دې کار د پاکستان په کړو کې هېڅ تغییر را نه وست حتی دی ویلی شي چې ورسره د پاکستان چلند لا خراب شوی دی.

پاکستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارډ ډالره مرسته ترلاسه کړې ده، خو تېر کال پنتاګون پرېکړه وکړه چې دې هېواد ته ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته ورنه کړي.

دا وروسته ترهغې چې د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیراش کارټرله دې ډډه وکړه چې د دغو مرستو د ورکولو سند لاسلیک کړي.

دغه مرستې په دې پورې تړلي چې دا تصدیق شي چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې کافي اقدامات کړي دي.

پر پاکستان د امریکا د مرستو کمول به دغه هېواد چین لا نېږدې کړي.
پر پاکستان د امریکا د مرستو کمول به دغه هېواد چین لا نېږدې کړي.

امریکایي چارواکو هم دا خبره کړې چې د ټرمپ اداره هم پردې بحث کوي چې له پاکستان سره مرستې کمې کړي، خو د امریکا د مرستو کمول ښایي دا هېواد لا زیات چین ته چې له مخکې یې په دې هېواد کې د ۶۰ میلیارډ ډالرو پانګونې ژمنه کړې، ورنېږدې کړي.

امریکایي چارواکو او د پاکستان د چارو څېړونکو ويلي چې د پاکستان په وړاندې نوې تګلاره کې د ټرمپ د ادارې لپاره بل انتخاب دادی چې په دې هېواد کې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو چې په افغانستان کې د بریدونو مسؤل دي، د ځپلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي.

د پاکستان د چارو یوه تحلیګر رویټرز ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ښایي امریکایان پاکستان ته اوس ووایي چې تاسو زموږ د ښمنان له منځه یونه وړل او دا کار اوس موږ په خپله کوو.

XS
SM
MD
LG