د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

پکتیا کې د روژه‌ماتي پر مهال د ۴ پولیسو وژونکي ونیول شول


پکتیا کې نیول شوي وسله‌وال
پکتیا کې نیول شوي وسله‌وال

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي هغه وسله‌وال کسان‌یې نیولي چې د دوشنبې د ورځې په ماښام‌یې د روژه‌ماتي پر مهال په ګردېز ښار کې ۴ پولیس ووژل.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي په ګردېز ښار او ځینو ولسوالیو کې یې هم نظامي عملیات ترسره کړي چې په‌کې ۴۲ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

وروسته له هغې چې په ګردېز ښار کې د ترور پېښې زیاتې شوې او د دوشنبې د ورځې په ماښام د روژه‌ماتي پر مهال وسله‌والو طالبانو دغه سرتېري ووژل، ورسره سم امنیتي مسؤلین د دې ولایت د اوسېدونکو له تندو نیوکو سره مخ شول.

د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داوود سلطان نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "د ملي امنیت مدیر چې څه موده مخکې شهید شو، د هغه عاملین پېژندل شوي دي عنقریب‌یې دستګیروو او تېره شپه چې زموږ سربازان‌یې په روژه‌ماتي کې شهیدان کړل د هغې په تړاو مو درې نفره نیولي دي."

د سلطان په خبره چې له تېرې څه مودې راهیسې د مرکز ګردېز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې ۲۲ خپلواک عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۴۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داوود سلطان
د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داوود سلطان

ده وویل: "۲۲ موارده مستقل عملیات ترسره شوي چې په دې عملیاتو کې ۴۲ مخالفین مو وژلي دي، ۳۰ مو ټپیان کړي دي، ۷۵ میله کوچنۍ او غټه وسله لاسته راغلې چې په مېز ایښي دي، ۵ واسطې ترلاسه شوي او د دښمن درې قرارګاوې له‌منځه وړل شوي."

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مسؤلین په دې ولایت کې د بریدونو زیاتوالی د هوا په ګرمېدو پورې هم اړوند بولي چې په وینا یې د پسرلي په راتلو وسله‌وال له نورو سیمو بېرته پکتیا ته راځي او خپل بریدونو او ترهګریزو کړنو ته دوام ورکوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د نیول شویو کسانو او دوی ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG