د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

یو شمېر ښاریان امنیتي ځواکونه د برېښنا د ستنو ساتلو برخه کې ناتوانه بولي


د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې په ماین الوزولو شوې د برښنا ستن
د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې په ماین الوزولو شوې د برښنا ستن

یو شمېر کابل ښاریان امنیتي ځواکونه د برښنا د ستنو د ساتلو په برخه کې ناتوانه بولي.

هغه ادعا چې د کورنیو چارو وزارت‌یې ردوي او د ساتلو لپاره‌یې د هڅو خبره کوي.

دوی ازادي رادیو ته وویل، هره میاشت د جنګونو او ماین چاودنو له امله د برښنا یوه یا دوه ستنې ویجاړېږي چې ورسره د ځینو ولایتونو برښنا پرې کېږي.

پر قرنطین، وزګارتیا او نورو اقتصادي ستونزو سربېره، دا او د برښنا کموالی بله ستونزه ده چې کابل ښاریان‌یې اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، امنیتي ځواکونه ولې نه‌شي کولای هغه سیمې چې د برښنا ستنې په‌کې ولاړې دي، امنیت‌یې وساتي؟

د کابل یوه اوسېدونکې راضیه وايي: "ښاغلي مسؤلین باید په دې برخه کې ځواب ویونکي وي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې، هره میاشت یا دوو میاشتو کې یو ځل د برښنا ستنې ویجاړېږي چې له امله‌یې خلک په تیاره کې اوسېږي. ایا مسؤلین بې‌پروايي کوي او که د برښنا د ستنو د ساتلو توان نه‌لري."

د برشنا شرکت کارکوونکي د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د ویجاړې شوې ستنې د رغولو پر مهال.
د برشنا شرکت کارکوونکي د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د ویجاړې شوې ستنې د رغولو پر مهال.

د کابل بل او سېدونکی فرهاد د برښنا د ستنو د امنیت د ساتلو ترڅنګ د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزو پرې کولو ته اشاره کوي وايي: "د برښنا پرې کېدل د کابل ښاریانو یوازنۍ ستونزه ده چې تل د جګړو له امله پرې کېږي او حکومت وايي طالبانو پرې کړې دي. باید دې برخې ته پام وشي. د دې ترڅنګ د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې کېدل دي. د برښنا شرکت ستونزه له زورواکو سره ده چې حکومت ورسره باید جدي چلند وکړي څو د برښنا لګښت ورکړي."

فرهاد وايي حکومت باید د وارداتي برښنا د ستنو خوندیتوب ته تدابیر جدي کړي.

دغه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د یکشنبې په شپه د ازبکستان د وارداتي ۲۲۰ کیلو ولټو برښنا یوه ستنه د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ویجاړه شوه چې ورسره په کابل، لغمان، ننګرهار، میدان وردک، غزني، زابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برښنا پرې شوه.

د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې ویجاړه د برښنا ستن
د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې ویجاړه د برښنا ستن

مخکې له دې هم د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې د جګړو له امله د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې وه.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، برښنا له سیاست سره هېڅ تړاو نه‌لري او د دولت مخالفین باید خلک د برښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ نه‌کړي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۸» ازادي رادیو ته وویل: "د شپې ۹:۳۰ دقیقې وې چې د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې د وارداتي برښنا یوه ستنه په ماین ویجاړه شوه. د برښنا شرکت کارکوونکو په دوو شفتونو کې کار پیل کړ، هیله ده دغه برښنا ډېر ژر ترمیم شي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا د خلکو د دغو اندېښنو په اړه وایي: "په کومو سیمو کې چې امنیتي ځواکونه موجود دي، د برښنا ستنې په کې خوندي دي، خو څرنګه چې طالبان ترورېستي حملې کوي او بیا بیا د برښنا ستنې ویجاړوي. زموږ هڅه دا ده چې د دغو ستنو امنیت وساتو."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي رادیو ته په استول شوي پیام کې دغه مسئله رد کړې چې د برښنا ستنې دې د دوی له‌خوا ویجاړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG