د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د افغانستان سولې خبرو کې د تسهیلاتو رامنځته کولو په اړه د چین ژمنه


د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان حکومت او طالبانو د سولې په اړه خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د افغانستان پر راتلونکي همه شموله سیاسي جوړښت ټينګار وکړ او ویې‌ویل چې هڅې به وکړي چې د کابل او اسلام‌اباد اړيکي ښې شي.

پیکنګ ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په خبرو کې به تسهیلات رامنځته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې خبرو په وخت ټينګار وکړ چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د پراخ اوربند او بین‌الافغاني خبرو لپاره‌یې پلانونه جوړ کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اپرېل په ۲۳مه د روژې میاشتې له رارسېدو سره په خپل پيغام کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په هماغه ورځ په ټویټر کې ولیکل چې دا وړاندیز منطقي نه‌دی ځکه چې د سولې پر بهیر لانجې او اختلافات لا نه‌دي حل شوي.

افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل چینایي سیال وانګ یي سره په ټیلیفوني مکالمه کې د سولې په برخه کې د چین رغوونکی نقش وستایه او هیله‌یې څرګنده کړه چې چین به د سیمې له هېوادو سره په ګډه هڅې وکړي چې طالبان دې ته وهڅوي چې وار له مخه د افغانستان له حکومت سره یوې موافقې ته ورسېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي، پیکنګ تر بل هر چا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې به په هرې هغې هڅه کې برخه واخلي چې د دې دوو هېوادونو روابط ښه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې هېواد یې دې ته چمتو دی چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د درېیو سره هېوادو ترمنځ د همکاریو په اړه په مناسب وخت کې غونډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې ښاغلي اتمر د سولې او پخلاینې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادو سره تماسونه زیات کړي دي، ګران هېواد د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل: "د ګاونډیو هېوادونو، په سیمه کې د لویو هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتون سره په دې اړه مفصلې خبرې شوې دي او بحثونه شوي دي څو د سولې په اړه دا اجماع رامنځه شي او ادامه پيدا کړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د وانګ یي او حنیف اتمر د خبرو په اړه‌یې خپور کړی دی، د افغانستان حکومت د هغو وړاندیزونو ملاتړ کړی دی چې د سولې او پخلاینې لپاره‌یې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان راتلونکی سیاسي جوړښت په‌کار دی چې ټول‌شموله وي او د ترورېزم له ټولو ډولونو سره د مبارزې پياوړې اراده ولري، همداراز سوله‌ییزې سیاسي تګلارې او دوستۍ ته ژمن وي.

XS
SM
MD
LG