د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د ملګرو ملتونو تازه استازې: افغان سوله او بشري حقونه مې کاري لومړیتوب دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تازه ټاکل شوې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تازه ټاکل شوې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تازه ټاکل شوې استازې دیبرا لاینز وايي په دې هېواد کې يې د سولې پروسه او بشري حقونه د کار لومړیتوبونه دي.

دا خبره نوموړې نن په خپل ټویټر لیکلې ده.

اغلې لاینز په افغانستان کې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۴» په خپله دنده پیل وکړ. دیبرا لاینز چې وړاندې په افغانستان کې د کاناډا سفیره هم وه، دم‌ګړۍ د کرونا ویروس له امله له کاناډا هېواد څخه د افغانستان په تړاو خپلې چارې پر مخ بیايي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې وايي په دې هېواد کې کار کولو ته لېواله ده.

خو د سولې او بشري حقونو په برخه کې د یوناما ونډه په افغانستان کې څومره اغېزمنه وه او ده؟

د سیاسي چارو شنونکی محب شریف له ازادي راډيو سره په خبرو کې وایي، د افغانستان د سولې په پروسه کې یوناما هغه ډول چې تمه کېږي اغېزمنه ونډه نه‌لري.

ښاغلی شریف زیاتوي: "د یوناما سیاسي دفتر له پیله تر دا مهاله هغه ډول چې اړتیا وه د سولې په برخه کې خپل اغېزمن رول نه‌دی لوبولی. له یوناما دا تمه کېده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې په نړیواله کچه زمینه‌سازي او ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه چې داسې ونه‌شوه."

یوناما په داسې حال کې د سولې په اړه د خپلو لومړیتوبونو خبره کوي چې تازه یو شمېر پاکستاني رسنیو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له دفتره په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې عمران خان او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي.

په دې اعلامیه کې د عمران خان له قوله ویل شوي پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي او د هغو راتلونکو اقداماتو پر اهمیت‌یې ‌ ټینګار کړی چې د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د یوناما نوې استازې هغه ټویټ ته په اشاره سره چې د بشري حقونو په اړه‌یې کړي وايي: "د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان په تېر کې هم هغسې څه نه‌دي کړي چې د خلکو غوښتنه وه، دغې ادارې د مظلوم لاس نه‌دی نیولی او هغه بشري نقضونه چې په افغانستان کې شوي دوی یوازې یو راپور پرې چمتو کړی دی."

د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) استازی په افغانستان کې له دې وړاندې تدامیچي یاماماتو و چې پوره درې کاله‌یې په افغانستان کې خپل مأموریت وکړ.

تدامیچي یاماموتو
تدامیچي یاماموتو

اوس د دې سازمان د نوې استازې راتګ سره به د ملګرو ملتونو ونډه د افغانستان په چارو کې څومره اغېزمنه وي دا هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

XS
SM
MD
LG