د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د ۶۸ نویو مثبتو پېښو د ثتبولو خبر ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس له ۶۸ مثبتو نویو پېښو سره، په هېواد کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمیر۱۵۳۱ ته ورسېد.

د دغه وزارت د سرویلانس د برخې رئیس ډاکتر سید عطالله سعیدزي ازادي رادیو ته وویل، په دغو شمېرو کې د هېواد ټول ولایتونه شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ مثبتې پېښې لرو، چې په غزني کې ۱۳، پکتیا کې ۱۱، پکتیکا کې ۹، بلخ کې ۸، بادغیس کې ۶، کابل کې ۶ په ننګرهار او هرات کې څلورڅلور، په لغمان او خوست کې درې درې او په بغلان ولایت کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده."

ډاکټر سعیدزی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس اخته درې کسان مړه او په پکتیا ولایت کې ترې یو کس رغېدلې دی.

د ښاغلي سعیدزي په خبره تر اوسه پورې د مړو شمېر ۵۰ او د رغېدلو کسانو ۲۰۷ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، راتلونکي دوه اوونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره مهمې دي او که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، یوه غمیزه به رامنځته شي.

کابل
کابل

د دغه وزارت چارواکي وايي، خلک بیا هم روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي او همدا لامل دی چې، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له یوې ورځې نه بلې ته ډېرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې، وروسته له دې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په تړاو د عامه پوهاوي مسوولیت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر غاړه دی.

د دغه وزارت نشراتي مرستیال شیوا شرق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د یاد فرمان له مخې به دغه وزارت د عامه پوهاوي په برخه کې خپل پروګرام په دقیق، باوري او هر اړخیز ډول پیل کړي.

هغه زیاته کړه: "مونږ به خپل لومړنی کنفرانس په همدغه اوونۍ کې وکړو، دقیق او باوري اطلاعات او دغه شان د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي لارې چارې او پروګرامونه به له خلکو سره شریک کړو او ټول هغه کسان چې مونږ فکر کوو عامه پوهاوي ته اړتیا لري، پوهاوی به ورکړو، خلکو ته د عامه پوهاوی د ورکولو چاره زمونږ په غاړه ده."

ارشیف
ارشیف

ښاغلی شرق وايي، دوی به خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټول هېواد کې په بېلابېلو کچو د تصویري، غږېزو او چاپی رسنیو، او دغه شان تولنیزو رسنیو له لارې مخته یوسي.

XS
SM
MD
LG