د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د بادغیس چارواکي: طالبانو ۱۳ پاڅون کوونکي وژلي او ۷یې له ځان سره وړي


د بادغیس ولایت نقشه
د بادغیس ولایت نقشه

په بادغیس کې د جګړې اور لا هم تود دی!

په تازه پېښه کې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۵» وسله‌والو طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند لامان سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله‌یې وراړولې ده.

د بادغیس د والي ویاند نجم‌الدین برهاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ولسي پاڅونیان چې د ملي امنیت ریاست اړوند دي، د هرات-قلعه‌نو د لویې لارې په اوږدو کې د لامان په سیمه کې پرې طالبانو برید کړی. ۱۳ تنه‌یې وژل شوي او ۷ تنه‌یې اسیران شوي دي. دا چې په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې کنه په اړه‌یې موږ سره جزئیات نه‌شته."

امنیتي سرچینې وايي، وسله‌والو طالبانو په وروستیو کلونو کې پرمختللي وسایل لکه د شپې له‌خوا د لید دوربینونه ترلاسه کړي. د دوی په وینا په نویو وسلو او وسایلو د طالبانو له سمبالېدو سره د دې ډلې له‌خوا خونړۍ حملې زیاتې شوې دي.

د بادغیس والي ویاند په وینا، طالبانو د تېرې شپې په برید کې هم له همدا ډول پرمختللو وسلو او تجهیزاتو کار اخیستی.

د باغیس د خلکو یو شمېر استازي په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتېدل د حکومت د بې‌غورۍ پایله ګڼي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیا الدین اکازی وايي: "که همداسې دوام وکړي، ولسوالۍ خو پرېږده د دې امکان شته چې مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېږي. مرکزي حکومت د بادغیس ولایت ته هېڅ پاملرنه نه‌کوي. زموږ ځوانان هره ورځ شهیدانېږي، اسیران کېږي، خو دوی هېڅ توجه نه‌کوي."

د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، تمه وه چې د جګړې شدت به کم شي، خو اوس لیدل کېږي چې طالبانو یو ځل بیا په ټول افغانستان په ځانګړې توګه لوېدیځو ولایتونو کې جګړه توده کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د روژې میاشتې په درناوي اوربند ومني، خو دې ډلې د پرله‌پسې غوښتنو سربېره تر اوسه اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې وېره شته چې وسله‌وال طالبان په سږنۍ روژه کې په لوېدیځو ولایتونو کې خپل بریدونه نور هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG