خبرونه
تندر قول اردو: میدان وردک مو ۶ طالبان وژلي او ۴ ټپيان کړي

تندر قول اردو په میدان وردک ولایت کې وسلهوالو طالبانو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسؤل ایمل خان مومند رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي چې دا عملیات د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې شوي او په ترڅ کې یې شپږ وسلهوال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
ښاغلی مومند زیاتوي چې افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال ۳ تنه شکمن کسان هم نیولي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین د سولې د هڅو په ترڅ کې، روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی

د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته د نړیوالو هڅو په ترڅ کې روسیې تیره شپه د اوکراین پر ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پراخ برید کړی دی.
د جرمني خبري اژانس نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې د روسیې ۶۱۴ بې پیلوټه الوتکې او توغندي کشف کړي.
اوکرایني رسنیو ویلي چې پلازمینه کیف او لویو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
پرون ماښام په اکثرو ښارونو کې خلکو ته د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې خوندي ځایونو کې پاته شي.
د تیرې شپې بریدونو کې تراوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ایران نن سهار یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي.
دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې ډول پيښو ته جدي غبرګون وښيي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړي

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړې دي.
د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې سمندري ځواکونه یې په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې خپل توغندي ازمایي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، ایراني چارواکي داسې مهال د خپل پوځي قدرت مانورې کوي چې د اسراییل په بریدونو کې یې د هوایي دفاع او اټومي تاسیسات زیانمن شول.
ایران شاوخوا ۱۸ زره سمندري ځواک لري، خو په تیره جون میاشت کې له اسراییل سره د بریدونو پر مهال یې په ظاهره له هر ډول لویې حملې څخه ډډه وکړه.
دغه ځواکونه په بندرعباس، عمان خلیج، د هند په اقیانوس او سره سمندر کې ګزمې کوي.
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د قحطۍ له امله درې نور کسان مړه شوي دي

په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې، په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۲۶۹ ثبت شوی، چې ۱۱۲ کوچنیان هم پکې شامل دي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ د فعالیت له پیل راهیسې په دې سیمه کې د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې د دې بنسټ مرکزونو ته نژدې د عملیاتو پر مهال اسرایلي ځواکونو ویشتلي دي. اسراییل په غزه کې د لوږې رامنځته کولو د پالیسۍ تورونه ردوي. د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
متحده عربي اماراتو د هرات د بس پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده

متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکي څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې کوچنیان دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس چې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال پکښې سپاره وه، د تیلو له یو ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هیواده سلګونو زره افغان کډوال ایستلي او هره ورځ زرګونو کسان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ننوځي او د هرات له لارې نورو ولایتونو ته سفر کوي.
وانګ یي: د همکارۍ خوندي کولو لپاره دې طالبان د نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی.
وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي چې د چين او افغانستان همکاري خوندي شي.
په راپور کې راغلي چې حقاني په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت د ادغام لپاره د چين د ملاتړ وستایه.
افغان کډوال د پاکستان په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړ شوي دي

د پاکستان په اسلام اباد کې لسګونو کورنۍ په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړې شوې دي.
وروسته له هغه چې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، ګڼ شمېر افغانان وايي چې د کورونو څېښتنانو دوی د کرایې له کورونو وایستل او دوی اوس د سرپناه ځای نه لري.
د افغان کډوالو پر وړاندي په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو د سختو اقداماتو له مخې د اخراج لړۍ ګړندۍ شوه.
ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د راجستر شویو افغانانو ایستل پیل کړي دي چې کولی شي له یو ملیو زیات یې وتلو ته اړ کړي. دا سره له دې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان د کډوالۍ ثبت شوي اسناد لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، د جون راهیسې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي، چې د مرستندویه ادارو په وینا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د افغان کډوالو د ستنیدو ترټولو لوی بحران دی.
په هرات کې پر مرګونې ترافیکي پېښه غبرګونونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې تر یوې مرګونې ترافیکي پیښې وروسته د قربانیانو کورنیو او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
پلاوي د چهارشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي:
"په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې د هغې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، چې د ۱۹ کوچنیانو په ګډون ۷۹ کسان پکې ووژل شول."
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې دا پیښه د سې شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس د موټرسایکل او د تیلو له یوه ټرک سره ټکر شو، چې له امله یې اور ولګېد.
د چارواکو په وینا، بس د اسلام کلا له سرحدي سیمې څخه مسافر لیږدول، چې معمولا له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د ستنېدو نقطه ده.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ ملیون افغان کډوال ایستل شوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې ۸۰۰،۰۰۰ نور له دې هیواده ووځي.
د طالبانو حکومت د پاکستان او چین د لوړپوړو چارواکو کوربه دی

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږمې درې اړخیزې غونډې لپاره کابل ته ورسید.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له ده سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق، او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي هم کابل ته رسېدلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به په کابل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دا خبره یوه میاشت وروسته له هغه ده چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو سره لومړی او تر اوسه یوازینی هیواد شو
ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د ټیک ټاک اکونټ جوړ او خپله لومړی ویډیو يې په کې خپره کړې ده

سپینې ماڼۍ پرون سه شنبې په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د ټیکټاک حساب پرانیست، څو په امریکا کې د دغه اپ له ۱۷۰ میلیونو څخه ډېرو کاروونکو ته د ولسمشر ټرمپ پیغامونه ورسوي.
نوی حساب چې د اټ وایټ هوزس په نوم جوړ شوی، پرون يې یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې ولسمشر ټرمپ وايي، "زه ولسمشر ټرمپ ستاسې غږ" یم.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، د ټرمپ حکومت ژمن دی چې د ولسمشر تاریخي لاسته راوړنې تر خلکو د ډېرو رسنیو او پلېټفارمونو له لارې ورسوي.
د رویټرز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ د ټیکټاک سره ځانګړې مینه لري خو امریکايي قانون جوړونکي بیا اندېښنه لري چې ټیکټاک د امریکايي کاروونکو شخصي معلومات ښايي د چین حکومت لاس ته په ورشي.