د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

افغانستان کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو په اړه اندېښنې او د جګړې شدت


ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، لا هم د دغه هېواد په اکثرو سیمو کې جګړه روانه ده.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ۱۰ او یا هم له ۱۰ زیاتو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او دواړه لورو ته تلفات اوړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۱» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې طالبان په دغو حملو له امریکا سره د سولې د هوکړې خلاف عمل کوي.

‎د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
‎د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

هغه زیاته کړه: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۰ او کله له ۱۰ په زیاتو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي، طالبان د سولې د هوکړې خلاف په افغان امنیتي ځواکونو حملې کوي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دغې هوکړې ته په درناوي په فعاله دفاعي حالت کې له ځانه دفاع کوي."

‎طالبان بیا وایي، په هغو سیمو کې جګړه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري هڅه کېږي چې پوستې واچول شي او خپل حضور پراخ کړي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دوی له ۱۰۰ سلنې ۴۰ سلنې ته جګړه راکمه کړې ده.

‎د مجاهد په خبره، د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب کمېټې سره په همغږۍ یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې تدابیر نیولي، خو که چېرې کومه مثبته پېښه ثبت شي هلته به جګړه کمه کړي.

د سره صلیب نښان
د سره صلیب نښان

‎دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په لوګر، هلمند او جوزجان ولایتونو کې د جګړو له امله دواړو لورو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

‎له دې سره پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دواړه لوري دې هم د کرونا ویروس د مخنیوي او د سولې لپاره هڅې چټکې کړي.

‎سید اکبر اغا وایي چې امریکا باید خپل مسؤلیت ادا او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا

هغه وویل: "زه فکر کوم چې د کرونا ویروس د مخنیوي ترڅنګ مهمه او اصلي خبره دا ده چې دا ۴۰ کلنه جګړه او ناورین نور پای ته ورسېږي، امریکا باید اوس هغه مسؤلیت ادا کړي چې له طالبانو سره‌یې په هوکړه کې په غاړه اخیستی، امریکا باید د دواړو لورو، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي."

‎نوموړی دا هم وايي، چې دواړه لوري دې هغه لومړني اقدامات چې د بندیانو د تبادلې موضوع هم په‌کې شاملېږي په همغږۍ ترسره او بالاخره دې د سولې تړون او اوربند ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG