د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

نیویارک ټایمز: ایا د کرونا ویروس لپاره د ولسمشر غني معاینات شوي که نه؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د افغان چارواکو له قوله لیکل شوي چې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

مقاله زیاتوي چې له دې سره ولسمشر اشرف غني اړ شوی چې خپل ځان د ارګ له کارکوونکو جلا کړي او په داسې حال کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه پر مخ یوسي چې په دې هېواد کې جګړه لا دوام لري.

داسې شواهد نشته چې ګواکي ولسمشر دې هم په دې ویروس اخته شوی وي خو مقاله لیکي چې د جمهوري ریاست ویاند له دې خبرې ډډه کړې چې ایا د کرونا ویروس لپاره د ولسمشر معاینات هم شوي که نه؟

د مقالې لیکوال لیکلي: "په افغانستان کې له بمونو او ځانمرګو بریدونو څخه د خوندیتوب لپاره تر شدید امنیت لاندې کسانو ته د کرونا ویرس خپرېدل د بد شګون په مانا دی."

نیویارک ټایمز د یوه افغان چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی، له قوله لیکلي، له هغو ۴۰ کسانو چې نتیجه مثبته راغلې، ډېری یې په ارګ ماڼۍ کې د ولسمشر په دفتر، د ملي امنیت په شورا او د ولسمشر د اداري رئیس په دفتر کې کار کوي.

همداراز د یوه بل لوړپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی، له قوله راغلي، وروسته له هغه چې یوه اوونۍ مخکې د ماڼۍ د سلګونو کارکوونکو معاینات وشول، د ګڼو کسانو نتیجه مثبته راغلې چې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شااوخوا زر راپور شوی خو چارواکي وايي واقعي شمېر تر دې زیات دی.

په مقاله کې لیکل شوي چې کرونا ویروس افغان حکومت له تر ټولو لویې ازموینې سره مخامخ کړی دی.

یوې خوا ته حکومت له سیاسي لانجې سره لاس او ګرېوان دی او بل لور ته هڅې کوي له طالبانو سره مذاکرات وکړي چې د دې هیواد جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

مقاله یادونه کوي چې افغان چارواکي هڅه کوي خلکو ته د خوړو او نورو توکيو رسول دوام وکړي او ولایتونو ته د بېړنۍ مرستې په توګه میلیونونه ډالر ورکړل شوي خو هغوی د ظرفیت د ټيټوالي له کبله دا پيسې نشي مصرفولای.

نیویارک ټایمز د مقالې په پای کې لیکلي چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خلکو تګ راتګ محدود شوی او هغه کسان چې ارګ ته ننوځي، د ضد عفوني سپرې ورباندې وهل کېږي او تبه یې کتل کېږي.

  • ایکسپریس اینډ سټار

د بریتانیا چاپ ایکسپریس اینډ سټار ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د افغان روباټیک ټیم د وروستیو لاسته راوړنو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله د افغانستان د ښځینه روباټیک ټیم د اوولس کلنې غړې سُمیه فاروقي په خبره پیل شوې چې وايي افغانان له دباندې د مرستو غوښتلو پر ځای باید پخپله د کرونا ویروس پر ضد مبارزه وکړي.

د ایکسپریس اینډ سټار ورځپاڼې په مقاله کې لیکل شوي چې پنځو زده کوونکو نجونو خپلې شپې ورځې یوه هدف ته وقف کړي او هغه دا چې دوی غواړي د موټرو له پرزو څخه د سا اخیستلو ماشینونه جوړ کړي.

دا نجونې ټولې د افغانستان د روباټيک ټيم غړې دي.

مقاله د دې ټيم د غړې سمیه فاروقي کسیه لیکي چې هره ورځ د افغان روباټيک ټیم له څلورو نورو غړیو سره د خپل پلار په موټر کې د موټرو د ترمیم یوه دکان ته ځي.

دوی په هرات ښار کې اوسي، هغه ځای چې د افغانستان تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس پېښې پکې ثبت شوي.

په مقاله کې د سمیه له قوله لیکل شوي: "که موږ داسې اله جوړه کړو چې د یوه کس ژوند هم وژغوري، موږ به ویاړو."

مقاله یادونه کوي چې د موټرو د ترمیم په دکان کې دا نجونې پر دوو طرحو کار کوي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د امریکا په مساچوسیټس ایالت کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پوهنتون د استادې دانیالا روس د افغانستان د روباټيک ټيم دا هڅې ستایلي او ویلي يې دي، ډېر به ښه وي چې دا ماشین تجربه او په افغانستان کې دننه جوړ شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG