د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

چارواکي: ممکن کابل کې ګرځبندیز یوه اوونۍ وغځېږي


د کابل ښار یوه څنډه- ارشیف
د کابل ښار یوه څنډه- ارشیف

په افغانستان کې د کرونا ویروس د تازه ۳۴ مثبتو پېښو ثبت سره، په کابل ښار کې ممکن د ګرځبندیز موده به یوه اوونۍ نوره هم وغځول شي.

له دوه اونیو راپدیخوا په کابل ښار کې ګرځبندیز لګېدلی دی.

افغان حکومت دوه اوونۍ وړاندې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف له هرات ولایت څخه وروسته، کابل کې د درې اوونیو لپاره ګرځبندیز اعلان کړ.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري ازادي راډیو ته وايي، ممکن چې په کابل کې د ګرځبندیز موده یوه اونۍ نوره هم وغځول شي.

محمد یعقوب حیدري
محمد یعقوب حیدري

هغه زیاته کړه: "موږ پرېکړه کړې او د یو شمېر نورو ولایتونو په اړه مو هم خبرې روانې کړي په ډېر احتمال سره چې د کابل ښار دوه اوونۍ نور هم قرنطین وي."

نوموړي وايي، د ګرځبندیز موده به د مثبتو پېښو ثبت په کتو سره د بدلون په حال کې وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۲ مشکوکې پېښې په لابرتوارونو کې ازمویل شوي چې له ډلې یې ۳۴ مثبتې پېښې دي.

د عامې ورغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، تر دا مهاله ۵۵۵ مثبتې پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوي.

هغه زیاته کړه: "په ټول افغانستان کې تر دا مهاله ۴۰۹۰ مشکوکې پېښې ازمویل شوي چې له ډلې یې ۵۵۵ مثبتې دي او ۲۹۹۵ یې منفي دي، همداراز د عامې روغتیا وزارت سره د معلوماتو له مخې د افغانستان په مختلفو روغتونو کې د ۵ ناروغاونو صحي وضیعت د اندېښنې وړ دی."

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پیښي ۸ کابل، ۸ هرات، ۵ کندهار، ۴ نیمروز، ۴ بلخ، ۲ میدان وردګ، ۱ غور، ۱ بادغیس، او ۱ په بغلان ولایت کې ثبت شوي چې ټولې تازه پېښې ۳۴ ته رسېدلي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس ډېرې پېښې تر دا مهال د ایران هېواد ګاونډ ولایت هرات کې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلومات پر بنسټ، د ۵۵۵ مثبتو پېښو له ډلې ۱۸ کسه مړه شوي او ۳۷ نورو بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG