د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

قرنطین شویو بې‌وزلو سره د مرستې لپاره د افغان کرکټ لوبغاړو هڅې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ لوبغاړو هڅې پيل کړې دي چې له هغو بې‌وزله افغانانو سره څه نا څه مرسته وشي چې د قرنطین له امله‌یې کارونه ګډوډ شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان اصغر ستانکزي له هغو بې‌وزلو سره د مرستې هیله کړې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کارونه قرنطین اغېزمن کړي دي.

په هغه وېډیو پیغام کې چې د افغانستان کرکټ بورډ په خپلې فېس‌بوک پاڼه کې خپور کړی دی، کپټان اصغر ستانکزی وایي: "له بده مرغه که تاسو وګورئ په افغانستان کې ډېرې غریبې کورنۍ دي زیاتره ولایتونه قرنطین دي، غریبې کورنۍ مرستو ته ډېره اړتیا لري، موږ باید په داسې شرایطو کې له خوارانو سره مرستې وکړو."

د کرکټ لوبغاړو په نوره نړۍ کې بیا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره مرستې کړې دي. په دې ترڅ کې د کرکټ په اصلي ټاټوبي انګلستان کې د حرفه‌اي کرکټ لوبغاړو ټولنه غواړي چې ۱،۲۴ میلیونه پونډه چې د جایزې لپاره دي د انګلستان د کرکټ ټیمونو لوبغاړو ته ځانګړې کړي، خو په بدل کې به‌یې د اپرېل او مې میاشتو معاشونه دغو لوبغاړو ته نه‌ورکوي، هغه به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اختصاصوي.

په انګلستان کې د 'کووید-۱۹' د خپرېدو لپاره د کرکټ لوبې د مې تر ۲۸مې پورې ځنډېدلې دي.

د کرونا ویروس له امله د لندن خالي شوی ښار.
د کرونا ویروس له امله د لندن خالي شوی ښار.

د حرفه‌اي لوبغاړو ټولنې (پي سي اې) مشر ډارلي میچل وایي چې د انګلستان د لومړۍ درجې له ټولو ۱۸ کلبونو سره په دې برخه کې یوې موافقې ته رسېدلی دی.

د انګلستان کرکټ لوبغاړو په وروستیو کې پنځه لکه پونډه مرسته وکړه.

د چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرکټ لوبغاړي جوس بټلر څه باندې ۶۵ زره پونډه په لندن کې دوو روغتونونو ته ځانګړې کړې او خپل هغه کمیس‌یې چې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په پای‌لوبه کې اغوستی و، مزایدې ته کېښود چې پیسې یې 'کووید-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو ولګول شي.

جوس بټلر
جوس بټلر

خو په افغانستان کې د ملي ټیم د کرکټ یو شمېر لوبغاړو په انفرادي ډول له هغو کسانو سره څه نا څه مرسته کړې ده چې د قرنطین له امله نه‌شي کولای چې کار وکړي او د کرکټ د ملي ټیم کپټان اصغر ستانکزي له هغو افغانانو چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي هیله کړې ده چې د دوی له لارې مرستې تر هغو افغانانو ورسوي چې د کرونا ویروس له امله‌یې کارونه په ټپه درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG