د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد


ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار
ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ نور افغانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته ویلي، د دغو پېښو ۱۶یې په کابل، ۸ په هرات او نور یې په کندهار، لوګر، دایکنډي، تخار، بامیان، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې رامنځته شوي.

له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۵۲‍۱ ته لوړ شو.

په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ګرځ‌بندیز امر جدي شوی او پولیس خلکو ته په اسانه د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG