د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د امنیتي ځواکونو له بودجې د امریکا مرستې د کمولو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار

د افغانستان ولسي جرګې ځیني غړي وایي، د امریکا له لوري د مرستو کمول به د افغانستان امنیتي بنسټونو پر فعالیت اغېز ولري.

دوی ټینګار کوي، که افغان سیاستوال سیاسي اختلافات حل نه‌کړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او خلک به‌یې ستونزې ګالي.

د ولسي جرګې د کورنيو چارو کمېسیون غړی محمد عارف رحماني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډيو ته وویل په‌کار ده چې وضعیت او د مرستو د راکمېدو اغېز ته په کتو افغان سیاسیون خپل‌منځي اختلافات حل کړي.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "که چېرې دغه بودجه په رښتیا کمه شي، موږ به تر ۱۰ یا ۱۲ ورځو وروسته کله چې د طالبانو د تریاکو د ټولولو فصل خلاصېږي له دغې ډلې سره په پراخ ډول جګړه کې ښکېلېږو چې موږ به له زیاتې ځپنې سره مخ شو، نو د دغو مرستو کمېدل به د افغانستان پر امنیتي برخې ډېره ستره ضربه وي، نو زموږ هیله دا ده چې امریکایي چارواکي او افغان سیاستوال په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله خپل اختلافات حل او موږ دې د نړیوالو له غبرګونونو سره نه‌مخ کوي."

ښاغلی رحماني وایي، دا مهال هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په جدي ډول د مالي منابعو له کمښت سره مخ دي او سیاستوال دې د دغو ستونزو لا پراخېدو ته زمینه نه‌برابروي.

تازه د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپله ټویټرپانه لیکلي چې "په داسې حال کې چې نړۍ د 'کوویډ-۱۹' د ورانوونکو اقتصادي عواقبو له امله ځپل کېږي، نړیوال ملاتړي له دې څخه چې د افغانانو د هوساینې په پرتله شخصي اجنډاوو ته لومړیتوب ورکول کېږي، ناهیلې او بېزاره شوي دي."

مېرمن ولز تېره ورځ هم ویلي " په افغانستان کې د موجود وضعیت دوام نور د افغانستان نړیوالو ملاتړو ته د منلو وړ نه‌شي کېدای. نړیوالې مرستې له یوه ټول‌شموله حکومت سره ګډون ته اړتیا لري او موږ ټول باید افغان رهبران د حکومتوالۍ یوه چوکاټ ته، حساب ورکوونکي وګرځوو."

دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې روېټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د اپرېل پنځمه (وري ۱۷) د درېیو امریکايي سناتورانو د منشیانو او یو شمېر چارواکو له خولې لیکلي دي چې دا مرستې به افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته د ځانګړې شوې بودجې او پیسو څخه کمېږي.

د موضوع حساسیت ته په کتو په راپور کې د دغو کسانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي.

د کانګرس د یو غړي منشي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې جرګې ته ویلي چې دا یو میلیارد ډالر به د هغه ۴.۲ میلیارده ډالرو څخه کمېږي چې هر کال د افغان پوځ او پولیسو د معاش، خوراک، تېل، تجهیز او زېربناوو لپاره ورکول کېږي.

یو بل ویلي ‌دي: "د امنیتي ځواکونو د بودجې څخه د پیسو کمول د امریکا د ملي ګټو خلاف نظر دی."

د کانګرس یوه تحقیقاتي راپور کې چې د مارچ په ۱۱مه خپور شوی وايي‌ چې ګانګرس د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو لپاره ۸۶.۴ میلیارده ډالر تصویب کړي دي.

د امریکا یو بل پخواني پوځي چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی ویلي دي: "دا یو میلیارد ډالر یوازې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرسته کېدونکو پېسو څخه کم کېدای شي."

افغان سرتېري
افغان سرتېري

له دې سره د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړی ابرارالله مراد هم وايي چې که دا مرستې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له بودجې کمېږي اغيز به‌یې نېغ په نېغه پر افغان ځواکونو او په ټوله کې په خلکو او نظام محسوس وي.

هغه زیاته کړه: "که په داسې حساسو شرایطو کې موږ سره د مرستو له بودجې یو میلیارد ډالر کمېږي، افغان ولس خو ډېر بې‌وزله دی، همدا سبا به زموږ عسکرو ته ډوډۍ نه‌رسېږي، د ځواکونو موټر به تېل نه‌لري، نو هغه مهال به دا ستونزه نه‌یوازې امنیتي برخه، بلکې خلک او نظام ګالي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ولرو، خو اړوندو حکومتي بنسټونو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

له افغانستان سره د امریکا له مرستو د یو میلیارد ډالرو د کمولو اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي کولو کې پاتې راغی.

له مایک پومپیو سره د ولسمشر غني لیدنه
له مایک پومپیو سره د ولسمشر غني لیدنه

خو افغان ولسمشر مخکې تر دې ویلي، دا اعلان مشروط دی او هڅه کېږي چې د خبرو له لارې ستونزه حل شي.

ښاغلي غني دا هم ویلي چې که دا مرسته کمه هم شي د افغانستان په کلیدي برخو به اغېز ونه‌لري.

XS
SM
MD
LG