د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

ملي امنیت شورا: د تخنیکي بحثونو له پای مخکې د طالبانو بندیان نه‌خوشې کېږي


ارشیف، په پلچرخي زندان کې د طالبانو یو شمېر بندیان
ارشیف، په پلچرخي زندان کې د طالبانو یو شمېر بندیان

د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې پر سر د تخنیکي ټیمونو د بحثونو درېیمه ورځ!

خو لا هم د زندانیانو د تبادلې پروسه نه ده پیل شوې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي تر هغه چې کابل ته د طالبانو د راغلي درې کسیز پلاوي سره تخنیکي بحثونه پای ته رسېدلي نه‌وي، د زندانیانو د خوشې کېدو پروسه نه‌پیلېږي.

دغه شورا وایي د دواړو لورو د تېرې ورځې خبرې ګټورې وې او نن به هم د طالبانو له تخنیکي درې کسیز ټيم سره د بندیانو د تبادلې پر سر خبرې دوام ولري.

که څه هم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۴» د ځینو سرچینو په حواله د دواړو لورو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل تر هغه چې دا تخنیکي بحثونه پای ته ونه‌رسېږي د بندیانو د خوشې کېدو پروسه هم نه‌پیلېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلی فیصل زیاتوي: "پرون د دواړو تخینکي ټيمونو ترمنځ بحثونه وشول، دا تخنیکي بحثونه ګټور او مثبت و، پرمختګ په‌کې شوی دی، خو موافقه پر دې شوې چې نن هم دا بحثونه دوام وکړي، نن چې کله دا بحثونه پای ته ورسېږي تر هغه وروسته به بیا د بندیانو د خوشې کولو پروسه مخته ځي، تر دې دمه لا هم بحثونه کېږي."

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدو ورسته د دغې ډلې یو پلاوی په رسمي ډول کابل ته راځي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

تر دې وړاندې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د وېډیو کنفرانس له لارې درې ځلې خبرې شوې وې او حکومت په دې اړه له طالبانو سره هوکړه کړې وه چې د دوی یو هیئت دې کابل ته راشي او د بندیانو د تبادلې پر سر دې ورسره خبرې وکړي.

له دې سره طالبان وایي دواړو لورو ته د تبادله شويو لېستونو پر تطبیق یوه اندازه کار شوی او هیله‌مند دي چې د بندیانو خوشې کېدو ته ژر زمینه برابره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د دوی له لوري کابل ته راستول شوي درې کسیزه تخنیکي ټيم له افغان حکومت سره د بندیانو د نوملړ پر تطبیق کار کړی دی.

ښاغلی مجاهد وایي دوی هیله‌مند دي چې دا بحثونه پای ته ورسېږي او ژر تر ژره د بندیانو خلاصون ته زمینه برابره شي.

بل‌خوا روېټرز خبري اژانس د یو افغان امنیتي چارواکي له قوله چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د زندانیانو د ازادېدو په بهیر کې به د ۱۰۰ طالبانو په بدل کې د طالبانو له زندان څخه ۲۰ افغان امنیتي سرتېري هم ازاد شي.

په ورته وخت کېه د افغانستان د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړی محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وایي، طالبان دې د بندیانو له خلاصون سره سم بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شي.

د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړی قاضي محمد امین وقاد

ښاغلی وقاد زیاتوي: "که یو اړخیز حرکت وي چې بندیان دې خوشې شي او جګړه دې دوام ولري، نو دا د افغانانو لپاره ښه زېری نه، بلکې دوی په دې سره به نور هم ځورېږي چې کېدای شي دغه بندیان به هم د جګړې لیکو ته لاړ شي او زموږ دردونه او ستونزې به لازیاتېږي، هیله‌مندي دا ده چې طالبانو د خپلو بندیانو له خلاصون سره د افغانستان د خلکو هیلو او تمو ته هم په درنښت وګوري او بین‌الافغاني خبرو ته دې چمتو شي."

ښاغلی وقاد وایي طالبان دې خپلو تعهداتو ژمن پاتې شي او جګړې دې پای ته ورسوي.

خو طالبان وایي د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د هوکړې ټولو موادو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG