د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

ارګ: د طالبان د حملو شدت د سولې پروسې سره د دې ډلې مخالفت څرګندوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ وایي طالبان د حملو په شدت سره د سولې د پروسې په وړاندې مخالفت څرګندوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۳» ازادي راډيو ته وویل، د حکومت له لوري د سولې لپاره اساسي اقدامات ترسره شوي، حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره پوره چمتووالی نیولی او سولې ته ژمن دي، خو په خبره‌یې طالبان غواړي جګړې ته دوام ورکړي.

ښاغلی محمود پر دې خبرې له ټینګار سره چې طالبان د حملو په زیاتولو سره غواړي د سولې بهیر ټکنی او رامنځته شوی فرصت له لاسه ولاړ شي، زیاتوي: "هغه اساسي اقدامات چې د سولې لپاره اړین و، ترسره کړي مو دي او موږ سولې ته ژمن یو. دا طالبان دي چې د خپلو حملو په زیاتولو سره غواړي د سولې له پروسې سره مخالفت وښيي، طالبان د سولې پر وړاندې اساسي خنډونه جوړوي، دوی هغه فرصت چې موږ یې د سولې په برخه کې لرو غواړي له‌منځه‌یې یوسي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود

ښاغلی محمود وایي له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره مذاکراتي ټيم چمتو او یوازې د مذاکراتو ځای او نېټې ته په تمه دی، خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، که څه هم له افغان حکومت سره د جګړې په راکمولو کې کومه ژمنه نه‌لري، خو له ۱۰۰ سلنې یې ۴۰ سلنې ته بریدونه راکم کړي دي.

د مجاهد په خبره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هوکړې پر بنسټ تعهداتو ته ژمن دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې به جګړه روانه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله‌‌والو مخالفینو نفوذي کسان د تېرې جمعې په شپه د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې په یوه امنیتي پوسته کې د زابل والي د څرګندونو پر بنسټ ۲۴ افغان امنیتي ځواکونه او پولیس ووژل.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې دې پېښه کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري، ۶ پولیس شامل دي او ۳ نور لا درکه دي.

د دغې پېښې پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې، خو افغان حکومت‌یې د طالبانو کار بولي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په فعال دفاعي حال کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ۱۰ ولایتونو کې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

ښاغلی امان زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په ۱۰ ولایتونو کې په جګړه وه، دا نښتې داسې مهال شوي چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي او امنیتي ځواکونو د فعال دفاعي حالت کې هم‌یې له ځانه دفاع کړې او هم‌یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي."

ښاغلی امان وایي په کندهار، زابل، کندز او نورو ولایتونو کې یې طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

د فواد امان په خبره، تر دې دمه د طالبانو پر وړاندې افغان امنیتي ځواکونه له بهرنیانو له مرستې پرته او یوازې جنګېږي.

خو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ویاند ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د اړتیا په صورت کې به د طالبانو پر وړاندې له افغان امنیتي ځواکونو دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG