د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

طالبان څه ډول له امریکا سره د مذاکراتو په لوري بدل شول؟


د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک غونډه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک غونډه.

طالبان څه ډول له یوې نړیوالې منفورې ډلې څخه له امریکا سره د مذاکراتو په یوه لوري بدل شول؟

د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې امریکايي شرکت یوناکل هڅه وکړه چې له طالبانو سره د ګازو د پایپ‌لاین توافق ترلاسه کړي. دا لومړی ځل وو چې امریکایانو د طالبانو له سخت دريځه رژیم سره د سوداګرۍ هڅه کړې وه. نړیوالې ټولنې دا رژیم په رسمیت نه‌پېژانده.

په ۱۹۹۷م کال کې یوناکل حتی لوړپوړي طالب غړي د امریکا تکزاس ایالت ته بوتلل او ورسره د یوه توافق هڅه‌یې وکړه.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا اوسني استازي زلمي خلیل‌زاد په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني امریکايي ولسمشر رونالډ رېګن د دورې پر مهال د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې وه او په ۹۷م کال کې د دې شرکت سلاکار وو.

د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ رېګن
د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ رېګن

دا شرکت اوس فعالیت نه‌کوي.

خلیل‌زاد له طالبانو سره د تکزاس په مرکزي ښار هیوسټن کې ولیدل او په علني توګه‌یې هغه مهال د دې افراطي ډلې ملاتړ وکړ.

ده په ۱۹۹۶م کال کې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ولیکل، طالبان د امریکا پر ضد هغسې اسلامي سخت دريځي نه‌عملي کوي لکه ایران چې يې کوي دوی د سعودي غوندې دي.

په ۱۹۹۸م کال کې د پایپ‌لاین په اړه مذاکرات هغه مهال ناکامه شول چې القاعده شبکې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو حملې وکړې.

د اسامه په مشرۍ دغې ترورېستي ډلې له سوډانه افغانستان ته کډه وکړه او هلته‌یې له طالبانو سره خوندي ځایونه وموندل.

ناببره طالبان د امریکا له اقتصادي شریکانو څخه په نړیواله منفوره ډله بدل او د امریکا له اقتصادي بندیزونو او هوايي عملیاتو سره مخامخ شول.

خو اوس له ۱۹ کلونو خونړۍ جګړې وروسته طالبانو د امریکا د احتمالي ملګري په توګه یو ځل بیا خپل ځای موندلی.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه یوه موافقه لاسلیک کړه چې هدف‌یې په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودل بلل شوی. دا موافقه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته یو مهال‌وېش ټاکي او په بدل کې له طالبانو د امنیتي په برخه او له افغان حکومت سره د سیاسي جوړجاړي په برخه کې د خبرو ژمنې غواړي. طالبانو تر اوسه دا ژمنې نه‌دي عملي کړي.

په قطر کې د سولې د هوکړې لاسلیک.
په قطر کې د سولې د هوکړې لاسلیک.

طالبانو ویلي د ښځو حقونه به خوندي وساتي، خو یوازي هغه مهال چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سرغړونه نه‌وي. شنونکي وايي د دوی دا خبره په دې معنی ده چې ګواکي په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو یو شمېر ترلاسه کړي حقونه به کم کړي.

ډېری افغانان د افغانستان جګړې ته د پای ټکي ایښودو لپاره د مذاکراتو له لارې د یوه حل ملاتړ کوي، خو نه په هره بیه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG