د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

ارګ: د ولسمشر غني د لوړې مراسم د کب ۱۹مې ته وځنډېدل


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

ارګ وايي چې ولسمشر غني خپل د لوړې مراسم د کب میاشتې تر ۱۹مې نېتې ځڼډولي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ وايي چې ښاغلي غني دغه پرېکړه، د هېواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د "دولت جوړوونکي" ټیم له مشرتابه او د افغانستان نړیوالو شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته کړې ده.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۷» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان جمهور رئیس تر پراخو سلا مشورو ورسته، دا چې د کرونا وایروس په اړه اوازې وې، دا چې موږ د لوړې مراسمو لپاره بهرني مېلمانه راغوښتي او وخت کم و او په تخنیکي لحاظ ځیني خلاوې موجودې وې د لوړې مراسم به د کب په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي."

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د ولسمشر له دې اقدام هرکلی کړی دی.

زلمي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "د ولسمشر غني له دې پرېکړې چې د لوړې مراسم‌یې د مارچ تر نهمې ځنډولي، هرکلی کوم. دا به د لازیاتو مشورو زمینه برابره کړي ترڅو د افغانستان او د خلکو ګټې یې منعکس او خوندي شي."

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړې "د انتخاباتو د بهیر په پای ته رسېدو سره، ولسمشر غني بریالی اعلان شو او نور رهبران باید ډاډه شي چې نوی حکومت ټول‌شموله او د ټولو افغانانو د هیلو منعکس کوونکی دی."

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله هم وايي زلمي خلیل‌زاد ورڅخه غوښتي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم وځنډوي او د سولې په موضوع تمرکز وکړي.

دغه ټاکنیزه ډله وايي چې دغه غوښتنه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو د وروستیو نتایجو تر اعلان وروسته چې پر بنسټ‌یې محمد اشرف غني د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره هم ولسمشر وټاکل شو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه ونه‌منله، ځان‌یې ګټونکی اعلان کړ او ویې‌ویل چې یو ټول‌شموله حکومت به جوړوي او ورسره‌یې څو ولایتونو ته والیان هم وټاکل چې له غبرګونونو سره مل وو.

افغان حکومت مخکې له دې ویلي و، ټاکل شوې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې تېره اوونۍ اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG