د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ارګ: په نږدې ورځو کې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان حکومت په نږدي ورځو کې د ولسمشرۍ د بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر غني د لوړې د مراسم ترسره کولو خبر ورکوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستیو پایلو تر اعلان او ولسمشر غني ته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د وثیقې تر ورکولو ورسته اوس ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره د تیاریو خبره کوي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د لوړې مراسمو د چمتوالي کمېسیون به نن یکشنبې ورځې تر پایه د خپلې لومړنۍ جلسې وروسته د لوړې مراسمو نیټه، ځای، او میلمانه په ډاګه کړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه: "په نږدي ورځو کې دلوړې مراسم ترسره کېږي، د نیټې په اړه به یې خپله کمېسیون رسمي اعلان وکړی، دوی نن لومړی جلسه لري، د نیټې او د ګډون والو په اړه باندې به له تاسو سره جزیات شریک کړي."

خو په حکومت کې یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې، ممکن د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

پرون شنبې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپور شوي تازه حکم کې راغلي چې د نوې حکومت د لوړې مراسم ترسره کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

دې کمېسیون کې د امنیتي سکټور تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت او نور اړوند سکتور استازي حضور لري چې د دغه حکم پر بنسټ به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به د لوړې مراسمو لپاره خپل ټول چمتوالی بشپړ کړي.

خو په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي دوی ته د ولسمشر غني د نوي حکومت د لوړې مراسم مهم نه دي او ډیر ژر به د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د د دوی په وینا د ټول شموله حکومت د لوړې مراسم ترسره کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل: "موږ یوه کمېسیون ته دنده سپارلې ده، څو کمېټي دي چې یوه یې د لوړې مراسمو ته د چمتووالي دنده لري، کار روان دی، ډیر ژر به یې اعلان کړو، چون چمتووالی روان دی دقیق نشم ویلی چې کومه ورځ خو ډیر ژر به اعلان شي."

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم مشر عبدالله عبدالله، تېره اونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د ولسمشر غني د بریا تر اعلان وروسته ځان بریالی اعلان کړ او ویې ویل چې یو ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

دغه وضیعت د حقوقي چارو پوهان اندېښمن کړي، دوی وايي مخکي تر هر څه باید د دواړو ډلو مشران خپلو منځونو کې رامنځته شوی بحران حل کړي.

د حقوقي او سیاسي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د حقوقي او سیاسي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

د حقوقي او سیاسي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وویل: "د حقوقي لحاظه دا چې حکومت مشروع شي، نوی حکومت په خپل کار پیل وکړي، دا طی مراحل چې اساسي قانون د یو مشروع حکومت لپاره لري چې د لوړې مراسم یې هم برخه ده باید ترسره شې، خو دا د انتخاباتو وروستیو پایلو د اعلان وروسته سیاسي فضا داسې رامنځته شوې چې داسې معلومېږي هېواد د بحران په لورې ځي، فکر کوم داسي شرایطو کې باید د تعمق څخه کار واخیستل شې او زموږ سیاسیون د احساساتو څخه کار وانخلي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په جوړ شوي کمېسیون کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین هارون چخانسوري ترڅنګ د دفاع وزارت د لوی درستیز بسم الله وزیری، په عامه او استراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی وحید عمر، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي او د یو شمېر نورو اړونو ارګانونو استازې شامل دي.

اوس وکتل شي چې د لوړې مراسم کله او څرنګه ترسره کېږي او یا د کورنیو میلمنو تر څنګ به بهرنیان هم په ګډون وکړي؟

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله او مخکینې ولسمشر حامد کرزی په ګډون یو شمېر سیاسیونو غونډه کړې او یوه اعلامیه یې خپره کړې چې په دغه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې د کړکېج د رامنځته کېدو د مخنیوي په هدف باید د انتخاباتو له پایلو ملاتړ ونه کړي.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG