د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

سرچینې: امریکا له ولسمشر غني غوښتي د لوړې مراسم وځنډوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

راپورونه وايي، متحده ایالاتو له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې د ولسمشر په توګه د خپلې نوې دورې د لوړې مراسم وځنډوي.

دوو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي امریکايي چارواکي اندېښمن دي چې د انتخاباتو روانې لانجې ښايي د سولې هڅې زیانمنې کړي. دا سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله غواړي چې هویت‌یې پټ پاتې شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ ښاغلی غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی اعلان کړ او چارواکو ویلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، خو د ښاغلي غني سیال عبدالله عبدالله هم په دې انتخاباتو کې د بریا ادعا کړې ده او د ټول‌شموله حکومت په نوم د موازي ادارې د جوړېدو اعلان‌یې کړی دی.

واشنګټن تر دې دمه یوه ته هم د بریا مبارکي نه‌ده ویلې، خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوه، امریکايي چارواکي د دوی ترمنځ لانجه د سولې هڅو لپاره ګواښ ګڼي. د دوی په وینا دا کار به له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د غوره کولو چاره چې مخکې یې هم په بهیر کې خنډونه رامنځته شوي وو، نوره هم ستونزمنه کړي.

نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي

یوې سرچینې روېټرز اژانس ته ویلي، د همدې اندېښنو له کبله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی له ښاغلي غني څخه غوښتي دي چې د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې پلان شوي مراسم وځنډوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد لیدنه.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد لیدنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ سمدستي په دې اړه د تبصرې لپاره د روېټرز پوښتنې ته ځواب ونه‌وایه او په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

یوه پخواني جګپوړي افغان چارواکي هم روېټرز ته ویلي دي چې خلیل‌زاد پر غني فشار راوستی دی چې د لوړې مراسم وځنډوي او په عین حال کې یې له ښاغلي عبدالله څخه هم غوښتي دي چې د سولې د پروسې د خوندیتوب لپاره دې له دې کاره لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د شااوخوا ۱۳ زره امریکايي سرتېرو ایستل د خپلې بهرنۍ پالېسۍ د مهم هدف په توګه ټاکلي او تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د افغانستان د څه باندې څلورو لسیزو جګړه چې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه بدله شوې ده، پای ته ورسوي.

افغان حکومت د دې راپورونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG