د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

وال سټريټ ژورنال: د ټرمپ اداره د افغانستان جګړې د برخلیک د معلومولو لپاره هڅې کوي


ځینې ورځپاڼې
ځینې ورځپاڼې

په ننګرهار ولایت کې همدا اوونۍ د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدو او د افغانستان د سکېټ بورډ نجونو فلم ته د اوسکار جایزې د ګڼو نړیوالو مطبوعاتو پام ور اړولی.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې دوه امریکايي پوځیان شنبه ناوخته په ننګرهار کې د یوه داسې بریدګر له خوا ووژل شول چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه لیکي دا امریکايي سرتېري داسې وخت ووژل شول چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان د ۱۸کلنې جګړې د برخلیک د معلومولو لپاره هڅې کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه ټرمپ هڅه کړې چې د افغان جګړې په شمول نه ختمېدونکې جګړې پای ته ورسوي.

خو په ورځپاڼه کې دا هم راغلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون لا هم د افغانستان په ماموریت کې ۱۳ زره پوځیان لري.

  • ان پي ار

د امریکا د ان پي ار راډيو په ویب پاڼه کې هم یو مطلب خپور شوی چې په کې راغلي زرغون پر آبي بریدونو څو کاله ستونزې پیدا کړې وې.

ناټو زرغون پر ابي برېدونه هغو بریدونو ته ویلي چې د افغان پوځ له لیکو پر بهرنیو عسکرو ډزې شوي او هغوی یې ته مرګ ژوبلې اړولي.

د ان پي ار راډيو په دې مقاله کې د لانګ وار ژورنال په حواله لیکل شوي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د زرغون پر ابي برېدونو په نتېجه کې یو نیم سل ایتلافي ځواکونه وژل شوي دي.

  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې دوشنبه د اسکار جایزو په اړه یوه مقاله لیکلې چې یوه برخه یې په افغان ماشومو نجونو جوړ مستند فلم ته ځانګړې ده.

دا فلم په یوه جنګي ساحه کې د سکېټ بورډ زده کول "که نجلۍ اوسئ" نومېږي.

فلم په هغو ماشومو نجونو جوړ دی چې په سکیتستان کې سکېټ بورډینګ کوي.

واشنګتن پوسټ په خپله مقاله کې د فلم جوړوونکې کارول دیسنجر په حواله لیکلي چې له ۲۰۰۵ کاله یې په افغانستان کې کار کړی او دا فلم د دغه هېواد مېړنیو نجونو ته د مینې پيغام دی.

دیسنجر سکیتستان موسسه هم وستایله چې په خبره یې نجونو ته د سکېټ بورډنګ له لارې د توانمنېدو روزنه ورکوي او ورښيي چې څنګه پر مخ لاړې شي او خلک وپوهوي چې مخه یې ونه نیسي.

د دیسنجر او الینا اندریچووا دا مستند فلم د اسکار مستندو فلمونو په برخه کې اوسکار وګاټه.

د اسکار جایزو مراسم یکشنبه په لاس انجلس کې ترسره شول.

ډېلې مېل بریټانوي ورځپاڼې هم پر افغان سکېټ بورډرانو جوړ دغه فلم په اړه مقاله خپره کړې.

په مقاله کې راغلي چې افغانانو په ټولنېزو رسنیو کې له دې چې یاد فلم اسکار وګاټه خوښي څرګنده کړه.

ډېلې مېل لیکلي چې افغانانو د سکېټ بورډ نجونې د ټول ملت لپاره ویاړ بللی او هېله یې ښودلې چې په نړیوالو سټيجونو ولوبېږي.

سکیتستان په کابل، مزارشریف او بامیانو کې هلکانو او نجونو ته د سکېټ بورډېنګ روزنه ورکوي او هم د ښوونځي درسونه پرې وايي.

سکېټ بورډنګ هغې لوبې ته وايي چې لوبغاړي په ټیرک داره تختو درېږي او پر مخ ځي.

XS
SM
MD
LG