د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان د سولې هڅو او د ننګرهار په ولایت کې د جمعې د ورځې په حملې باندې تمرکز کړی دی.

ایکونامیسټ:

ایکونامیسټ اوونیزې په دې اړه لیکلي چې د دوحې د تېرې اوونې بین الافغاني ناسته په واقعیت کې د افغانستان د څلوېښت کلن کړکېچ په برخه کې یو پرمختګ و.

په دې ناسته کې طالبانو موافقه وکړه چې په ښوونځیو، روغتونونو او بازارونو بریدونه ونه شي او د خلکو د سر او مال تضمین وشي.

د ایکانومیسټ په لیکنه، که څه هم طالبان افغان حکومت لاسپوڅی بولي او د اوسنۍ ادارې له استازو سره رسمي خبرو ته نه دي حاضر شوي، خو د دوی له یو شمېر غړو سره یې په دوحه کې ولیدل.

په دوام کې راغلي چې د دوحې بین الافغاني ناسته د یو کنګل ماتول وو چې سولې ته د رسېدو په لار کې مرسته کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د ریاست لپاره د نوماند جنرال مارک میلي په نظر باندې مقاله لیکلې ده.

جنرال مارک ویلي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو ژر ایستل به یوه ستراتيژيکه تېروتنه وي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا په ښکاره د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون نظر څرګندوي چې اوس وخت سپينه ماڼۍ ورسره په لانجه ده چې له افغانستانه د عسکرو په ایستلو سره د جګړې د پای ټکی کېږدي، که څنګه.

ورځپاڼې د جنرال میلي په حواله لیکلي چې ما ډېر وخت په افغانستان کې تېر کړی او د افغانستان ماموریت ورو، دردوونکی، سخت، خو په عین حال کې ضروري دی.

امریکا په افغانستان کې څوارلس زره سرتېري لري.

نیویارک ټایمز ته ځینو چارواکو ویلي، دفاع وزارت ولسمشر ټرمپ هڅولی چې که ان د سولې د یوه تړون په نتیجه کې ټول عسکر هم باسي، خو په افغانستان کې دې د خاصو عملیاتو ځواکونه پرېږدي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له فاکس نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې څه وخت مخکې ویلي وو چې له افغانستانه یې ځواکونه ایستل، خو وروسته یې د پوځي مقاماتو په خبره دا کار ونه کړ.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې د ریاست لپاره نوماند جنرال مارک میلي داسې وخت له افغانستانه د امریکايي عسکرو ژر وتل ستراتيژيکه تېروتنه بللې چې امریکا په تېرو ۷ دورو کې له طالبانو سره په خبرو کې ډېر تمرکز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د دغه هېواد له خاورې د ترورېزم په نه استفادې بحثونه کړي.

د عسکرو د ایستلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې د ډاډمنېدو په برخه کې امریکا او طالبانو ځیني پرمختګونه کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی وایي، تر هغه چې په ټولو مواردو موافقه نه وي شوي، په هېڅ شي موافقه نه کېږي.

په ټولو مواردو کې بین الافغاني خبرې، د سولې تړون او دایمي اوربند شامل دي.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ بریټانوۍ ورځپاڼې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د جمعې د ورځې د انتحاري برید په اړه مقاله لیکلې ده.

دا برید د واده په مراسمو شوی.

د ورځپاڼې په لیکنه، یوه دیارلس کلن هلک دا برید کړی او لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي.

په دوام کې راغلي چې پچیراګام ولسوالي د داعش یو مهم مرکز ګڼل کېږي او طالبان هم پکې پراخ حضور لري.

داعش ډلې په تېرو کلونو کې په ننګرهار کې د څو مرګونو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

که څه هم طالبانو د ننګرهار په پچیراګام کې د جمعې ورځې په برید کې لاس لرل رد کړي، خو انډیپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله لیکلي چې سولې ته تر رسېدو پورې به له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جنګ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG