د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

واشنګتن پُسټ: د "ای اېس ای" مشر فیض حمید طالبانو ته په غېږ ورکولو هرکلی وکړ


واشنګتن پُسټ:

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د یوه پلاوي د لیدنې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د طالبانو دولس کسیز پلاوي چې مشري یې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر له خوا کېده، د پنجشنې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې وکتل.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو او پاکستاني چارواکو د افغانستان د جګړې د حل لپاره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح کېږي چې د طالبانو او امریکا څو میاشتنۍ خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د سپټمبر په اتمه لغوه شوې.

د طالبانو د دغه پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر او نورو طالب مشرانو ته د هرکلي لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د استخباراتو یا ای اېس ای رئیس جنرال فیض حمید او نور مهم چارواکي ولاړ و.

د واشنګټن پُسټ له خوا په دې خپره شوې مقاله کې راغلي، جنرال حمید د ملا برادر په شمول ټولو ته په غېږ ستړي مشي ورکړه.

په دوام کې راغلي، ملا برادر چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغان سولې د اسانچارۍ په هدف د پاکستان له بنده خوشې شو، کلونه مخکې د پاکستان د استخباراتو ای اېس ای له خوا د سي ای اې په همکارۍ نیول شوی و.

پاکستان ته د طالبانو پلاوي داسې وخت سفر وکړ چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد کې دی.

د واشنګټن پُسټ په مقاله کې راغلي، د طالبانو او د امریکا د خاص استازي دا سفرونه چې تصادفاً په یوه وخت شوي، ښيي چې پاکستان غواړي د خبرو د بیا پیلېدو لپاره همکاري وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغان حکومت تُند غبرګون پارولی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې لپاره بې ګټې دی او پاکستان که رښتیا همکاري غواړي، په خپل هېواد کې دې ترهګر له منځه یوسي.

د کړکېچ نړیواله ډله:

د کړکېچ نړیوالې ډلې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د سولې په لغوه شویو خبرو یو اوږد مطلب لیکلی دی.

په مطلب کې لولو چې متحده ایالتونه باید یو وار د سولې خبرې پيل او له طالبانو سره خپل هوکړه لیک نهايي کړي، څو ورپسې بین الافغاني خبرې پيل شي.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې په لیکنه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو بندول د افغانستان په اړه د متحده ایالتونو پالیسي له ابهام سره مخ کړې ده.

دې ډلې لیکلي چې متحده ایالتونو په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل لارې لټول د خپلې پالېسۍ په سر کې ځای کړ.

د کړکېچ نړیوالې ډلې د ولسمشر ټرمپ له خوا د خبرو لغوه کېدو ته په اشارې لیکلي چې په حقیقت کې د خبرو تر بیا پیل پرته بله کومه ښه لار مخکې نه لري.

په مطلب کې راغلي چې دا خبرې هم باید د افغانانو له شرایطو سره سمې مخته ولاړې شي.

د دې مقالې په پای کې راغلي، د امریکا لپاره دوهمه لار دا ده چې په افغانستان کې خپل شته سرتېري وساتي یا یې لږ تر لږه یوه برخه پاتې کړي، څو د ترهګرو پر ضد د افغان پوځیانو ملا وتړي.

XS
SM
MD
LG