د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

مایک پامپیو: طالبان دې د تاوتریخوالي راکمولو لپاره نیت او وړتیا وښيي


قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي تصویر- ارشیف. February 26, 2019
قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي تصویر- ارشیف. February 26, 2019

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې له طالبانو د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د عیني پایلو، نیت او وړتیا غوښتنه کړې.

که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو ښکېلو لورو اصلي هیله ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره لیدلوري متفاوت دي.

د لیدلورو همدې اختلاف بیا سولې ته د رسېدو لار لا پېچلې کړې ده.

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه یو مهم بحث د تاوتریخوالي راکمول دي، خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دوی د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د واقعي شواهدو لیدو ته په تمه دي.

د اسوشیټډ پرس له قوله، مایک پامپیو د ازبکستان په تاشکند کې رسنیو ته ویلي: "دوی له طالبانو د تاوتریخوالي د راکمېدو په برخه کې د عیني پایلو، نیت او وړتیا ښودلو غوښتنه کړې."

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ماپک پامپیو
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ماپک پامپیو

نوموړي ویلي، دا کار به د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو تر پیل وړاندې تاوتریخوالی راکم کړي او د هغوی په خبرو کې به د دې بحث لپاره ځای پاتې نه‌شي او دا موضوع به له طالبانو سره د دوی په خبرو کې پای ته ورسېږي.

خو د پامپیو له قوله، دوی تر اوسه دې موخې ته نه‌دي رسېدلي، مګر دې پایلې ته د رسېدو هیله لري.

مایک پامپیو ویلي، امریکا داسې سولې ته د رسېدو په لټه کې ده چې ټول اړخونه‌یې سم وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا بیا د اوربند په اړه د ارګ ملاتړی نظر څرګند کړی.

ښاغلي کوبیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د تاوتریخوالو راکمولو سره سره هغوی ښايي مړه شي چې دا خواشینوونکې ده، خو واقعي اوربند سره کېدای شي ټول افغانان خوندي وي او هغوی به ژوندي پاتې شي، د اوربند ټینګېدو سره به ملکي تلفات هم نه‌وي."

د ملي یووالي حکومت دننه هم د اوربند او د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه جلا جلا نظریات شته.

ارګ پر اوربند ټینګار کوي، خو اجرائیه ریاست وايي، د سولې د مذاکراتو لپاره شرط کېښودل د منلو نه‌دی.

ارګ وايي، یوازې اوربند کولای شي چې باور رامنځته او د خلکو ژوند په‌کې خوندي شي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاتوي: "د افغانستان حکومت تل د خلکو یوازنۍ غوښتنه چې هغه د دې جګړې پای دی، مطرح کړې او پر دې موقف‌یې تل ټینګار کړی چې دا جګړه پای ته ورسېږي او تل‌پاتې سوله افغانستان ته راشي."

خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وویل، هر هغه ګام چې تاوتریخوالی راکم او د مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي، دوی ترې هرکلی کوي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

هغه زیاتوي: "هر هغه ګام چې د سولې له خبرو وړاندې تاوتریخوالی د پام وړ راکم کړي، تر خوا یې د افغانستان د خلکو ځورونه راکمه شي، موږ یې مثبت ګام بولو، د سولې خبرو د پیل لپاره باید شرط کېنښودل شي."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې لسم پړاو خبرو کې امریکا له وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې، خو د طالب چارواکو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د سولې د تړون لپاره به سوله‌ييز چاپېريال رامنځته کوي، مګر امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې د خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد کابل ته په خپل سفر کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سربېره له یو شمېر سیاسي ګوندونو او مشرانو سره هم کتلي دي.

ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال.
ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروستی سفر رغنده بللی دی.

XS
SM
MD
LG