د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

خلیلزاد: له طالب استازو سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی


ولسمشر غني پرون کابل کې له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني پرون کابل کې له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې ویلي چې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

خلیلزاد ویلي، دی هیله لري چې د افغانستان د سولې به خبروکې به یوې پایلې ته ورسېږي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون کابل کې له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.

ارګ
ارګ

د ارګ به خبرپاڼه کې د خلیلزاد په حواله لیکل شوي: "د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي د پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظریوو."

خلیلزاد په داسې وخت کې د وسله والو طالبانو له سیاسي دفتر سره د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ یادونه کړې چې مخکې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر له خوا ویل شوي و چې د جنورۍ د میاشتې تر پایه به له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي و چې دواړه خواووې د موافقې تر امضا پورې سره نږدې شوې دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین

ایا دا چې د جنوري میاشت پاي ته ورسېده او موافقه لاسلیک نه شوه په دې معنی ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ موافقې ته واقعاً خنډ پېښ شوی دی؟

وسله والو طالبانو د جنورۍ په ۲۳ مه، پر خپله وېبپاڼه په یوه بیان کې له دې کبله چې امریکا سره له دې چې هغوی د سولې د موافقې لپاره د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه، نوې غوښتنې ورڅخه کړي له شکایته ډک بیان خپور کړی و.

د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه و ورکړ شوی او دا یې نه وه څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.

د وسله والو طالبانو په بیان کې لیکل شوي و چې واشنګټن هسې وخت ضایع کوي او دا چې د تاوتریخوالي د کمولو تعبیر له خلیلزاد سره خبرې اغېزمنې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی او امریکا ترمنځ په خبرو کې خنډ څه شی دی، د ازادي راډیو خبریال ته لیکلي چې د امریکا له خوا غوښتنې زیاتې دي له دې امله دا پروسه په سستۍ پرمخ ځي.

سهېل شاهین د دواړو خواو ترمنځ د شدید اختلاف یا د مذاکرو د بندېدو خبره رد کړې ده.

دا چې د امریکا متحدو ایالاتو څه ډول غوښتنې کړي، سهېل شاهین جزئیات نه دي ورکړي.

د امریکا د حکومت ځانګړي استازي هم نه دي ویلي چې طالبانو یې نورې کومې غوښتنې کړې دي.

زلمي خلیلزاد له اسلام اباده کابل ته تللی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د خپلو بحثونو په اړه د افغانستان ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت د جمعې په ورځ وویل چې زلمي خلیلزاد د شاه محمود قریشي او د طالبانو د استازو وروستۍ کتنه وارزوله خو په عین وخت کې یې د افغانستان له سولې سره د پاکستان علاقمندي وستایله.

خلیلزاد او قریشي
خلیلزاد او قریشي

شاه محمود قریشي خلیلزاد ته ویلي چې د دوی له نظره د سیمې سوله د افغانستان له سولې سره تړلې او د پاکستان دولت په کله دا باور لري چې د افغانستان مسئله په زور نه شي حل کېدلای.

XS
SM
MD
LG