د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره د خلیلزاد لیدنه


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره د لیدنې پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د زلمي خلیلزاد د کتنې په اړه لنډ جزئیات خپاره کړي دي.

په بیان کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړل.

په بیان کې د قریشي له قوله راغلي چې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته به بین الافغاني خبرو ته لاره اواره شي. ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې ښاغلي خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي قریشي سره تر کتنې وروسته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم وکتل او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

ښاغلي خلیلزاد پاکستان ته له تلو مخکې د ناټو له عمومي منشي ینس ستولټنبرګ سره هم په بروکسل کې کتلي و او د سولې لپاره د خپلو هڅو په اړه یې خبرې ورسره کړې وې.

ارشیف، زلمی خلیلزاد او ینس سټولټنبرګ
ارشیف، زلمی خلیلزاد او ینس سټولټنبرګ

په دې کتنه کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و.

ښاغلي کې له دې کتنې وروسته په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې ښاغلي خلیلزاد د ناټو متحدانو ته له طالبانو سره د سولې پر یوې موافقې د سلا کېدو د هڅو په اړه معلومات ورکړل او د ناټو د غړو هېوادونو استازو د ده له دې هڅو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناټو د ملکي استازي په وینا د ناټو متحدانو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له روان مأموریت څخه هم خپل ملاتړ څرګند کړ.

د طالبانو سرچینو له دې مخکې ویلي و چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې موافقه ښايي د جنوري تر پایه لاسلیک شي، خو د جمعې تر ورځې چې د جنوري وروستۍ ورځ وه، د دې موافقې د لاسلیک څرک نه دی لګېدلی.

د طالبانو له قوله ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند د دوو طرحو په اړه اختلاف پر ځای پاتې دی.

XS
SM
MD
LG