د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

عبدالله عبدالله: سوله د یو کس او یو وزارت کار نه‌دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، سوله د یو کس او یو وزارت کار نه‌دی او باید ټول ولس په‌کې ګډون ولري.

اوس چې تر بل هر وخت زیات د افغان سولې په اړه خبرې په افغانستان دننه او بهر ګرمې او ویل کېږي چې یوې ممکنه هوکړې ته رسېدلې دي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې په دې برخه کې کار کول یوازې د سولې وزارت او یو کس کار نه‌دی.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.

هغه زیاته کړه: "سوله یو کس ته منحصره نه‌ده، د یو کس نظر هم نه‌دی، بلکې د افغانستان د ټول ولس غوښتنه ده، نو خلک حق لري چې په دې اړه دریځ ونیسي، خبرې اترې وکړي، مذاکراتي ټیم باید د حکومت په ګډون هر اړخیز وي، یوازې یو وزارت نه‌شي کولای چې د سولې چارې پر مخ یوسي، ځکه دلته زیاتو خلکو د خپلو هیلو او ارمانونو لپاره قربانۍ ورکړې دي."

ښاغلی عبدالله وایي، دا څرګندونې چې د سولې چارې به یوازې د سولې وزارت له‌خوا مخته وړي، له وړاندې یې په اړه فکر نه‌و شوی.

بل‌خوا د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا سرپرسته مرستیاله وزیره الېس ولز هم تېره شپه پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر سر د خبرو اترو لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلې ده.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز
د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز

له دې سره د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په کابل کې له یو شمېر افغان لوړپوړو چارواکو او سیاستوالو سره په جرمني کې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره پر چمتووالي لیده کاته کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره په جرمني کې د ناستې لپاره پر چمتووالي کار روان دی.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانکړي استازي سره پر افغان سولې خبرې وکړې، مشخصاً هغه غونډه چې د بین‌الافغاني ډیالوګ لپاره د جرمني په کوربه‌توب جوړېږي، د هغې غونډې په مؤثریت او دا چې څنګه کېدای شي افغان حکومت ترې اعظمي ګټه پورته کړي بحث وشو، اوس د دغې غونډې پر اجنډا او وخت سلا مشورې روانې دي چې دا برخه به هم وروستۍ شي."

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې ښايي د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته په ۱۰ ورځو کې دننه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال

خو تر دې دمه طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو خبره نه‌ده منلې.

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم د سولې په اړه د افغان حکومت د اوسني دریځ مخالف دی.

ښاغلي خرم ازادي راډيو ته وویل چې اوس په نړیواله کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع رامنځته شوې، خو په هېواد کې دننه د حکومت او سیاستوالو ترمنځ واحد دریځ موجود نه‌دی.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې دننه د (سولې) په اړه د نظر اجماع او توحید رامنځته کول د حکومت مسؤلیت دی، خو له بده مرغه حکومت په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه‌ادا کوي، د اوسني حکومت طبیعت تګلاره دا ده چې د جاذبې قوې پرتله‌یې دافعه قوه پېاوړې ده، د سیاستوالو په ګډون خلک‌یې هم له ځانه لیرې ساتلي چې دا تګلاره به افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شي."

ښاغلی خرم وایي، حکومت باید د سولې پروسې د پرمختګ لپاره سیاستوالو سره د باور فضا رامنځته کړي او طالبانو ته دې هم داسې شرایط نه‌ږدي چې د سولې پروسه زیانمنه کړي.

اوس چې په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې روانې دي، د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو رهبر خپلې سیاسي ډلې ته ویلي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې وکړي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام ازادي راډيو سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي کمول په دې معنی چې بیا به جګړه جاري وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

هڅه مو وکړه د سولې خبرو د پرمختګونو په اړه د طالبانو د قطر دفتر نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

XS
SM
MD
LG