د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

"د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې د اجماع پیاوړتیا کې رول ولوبوي"


ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي.
ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي.

اغلي انوري وویل: "د افغانانو تمه دا ده چې د افغانانستان ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه نه یوازې د سولې اجماع وساتي، بلکې د دې اجماع په پیاوړتیا او غښتلتیا کې رول ولوبوي، تر څو په افغاد افغانستان پر سولې مثبت اغیز ولري چې موږ سولې ته ورسېږو."

نوموړې ټینګار کوي چې د افغانستان سوله به په سیمه او نړۍ کې د ثبات لامل وګرځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو پرون سه شنبه یوې خبرې ناستې کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې ایران په فعالانه ډول په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.

ايران تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو او په منځني ختيځ کې د نورو افراطي ډلو په تمويل او ملاتړ تورن شوى.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو طالب ویاندویانو په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل.

خو پخوانی طالب چاوراکی ملا عبدالسلام راکټي ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې ایران او طالبان اړیکي لري.

د نوموړي په خبره، طالبان د افغانستان له ټولو ګاونډیو هغو هېوادونو سره اړیکي لري چې د افغانستان په سولې پورې تړلي وي.

ښاغلی راکټي وایي، د ایران او امریکا تر منځ جنجالونه به د افغانستان پر سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو اغېز ونه لري.

هغه وویل: "د امریکا او ایران تر منځ هر ډول شخړې او نظري اختلافات د هغوی خپلمنځي مسایل دي، خو د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا جلا خبره ده. د ایران او امریکا ترمنځ شخړه پر افغان سولې او مذاکراتو اغېز نشي کولای، ځکه طالبان جلا او خپلواک ډله او امریکا جلا قدرت."

خو د افغانستان د سولې انسټټیوټ د واشنګټن څانګې مشر یاسر احمدزی بیا وایي چې ایران او طالبان نږدې اړیکې لري او ایران کولای پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

خو ښاغلی احمدزی ټینګار کوي چې که د افغانستان نړیوال همکاران اجازه ورنه کړي او د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي هېڅ ډول مسایل به منفي اغیز ونه لري.

"دا چې د افغان سولې په اړه به دا ډول مسایل پر افغان سولې اغیز ولري که نه؟ دا د افغانستان نړیوالو همکارانو پورې تړاو لري، که چېرې دوی وغواړي چې افغانستان سوله له دا ډول مسایلو لرې پاتې شي کولای شي، خو که اجازه ورکړي ډېره کوچنۍ مسله به هم منفي اغیز ولري."

دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې امریکا د تېرې جمعې په ورځ د بغداد هوايی ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران ځواکنو د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په نښه او وواژو.

دې مسئلې د ایران او امریکا تر منځ نوی کړکېج رامنځته کړ.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال تر دې وروسته هیله څرګنده کړه چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نه کړي.

خو لیدل کېږي چې لا هم په دې اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG