د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

اوربند او د سولې پروسه په 'رایزینا ۲۰۲۰ ډیالوګ' کې د حمدالله محب د بحث موضوع ده


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي په افغانستان کې د واقعي سولې د ټينګښت لپاره اوربند اساسي شرط دى.

په پام کې ده د ملي امنيت سلاکار نن په نوې ډېلي کې پر دې موضوع د ګڼو هېوادونو مشرانو ته وينا وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي که وسله‌وال طالبان غواړي ثابته کړي چې د سولې غوښتونکي دي، اول بايد پر اوربند موافقه وکړي.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب چې د "رايزينا ٢٠٢٠ ډيالوګ" په نوم نړيوال کنفرانس کې د برخې اخيستو لپاره په نوې ډېلي کې دى، په پام کې ده نن پر دې او نورو موضوعاتو وينا وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل له نوې ډېلي تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل: "د ملي امنيت سلاکار به په خپله وينا کې د افغانستان پر سولې تمرکز ولري. دا چې د سولې لپاره اوربند مهم دى، ترڅو ډاډه شو چې طالبان نه‌يوازې سوله غواړي، بلکې د دې وړتيا هم لري چې د سولې په اړه پر شويو توافقاتو عمل وکړي. دغه‌راز د سيمې له هېوادونو د رښتينې همکارۍ مسئله خورا مهمه ده، ترڅنګ‌يې دا چې افغانان په خپلو کې کېني او د سولې خبرې وکړي."

د افغانستان جمهوري رياست هم تر دې مخکې په افغانستان کې د سولې د پروسې د بريا لپاره دايمي اوربند اساسي شرط بللى و.

د "رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ" په نوم پنځم کنفرانس د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت او د ابزرور تحقيقاتي مرکز په کوربه‌توب جوړېږي چې له څه باندې ١٠٠ هېوادونو شااوخوا ٧٠٠ کسان په‌کې برخه لري.

د "رایسینه ډیالوګ" په نوم کنفرانس په ۲۰۱۶ کال کې تأسیس شوی دی.

دغه درې ورځنى کنفرانس پرون سې شنبه پيل شوى چې نړيوالې ټولنې ته پر ورپېښو چلنجونو په‌کې بحث کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د "رايزينا ٢٠٢٠ ډيالوګ" په نوم کنفرانس ته وويل، د افغانستان سوله پېچلې موضوع ده.

کنفرانس ته پرون ښاغلي کرزي وويل، ټول افغانان سوله غواړي، خو د افغانستان په مسئله کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو ښکېلتیا دې هدف ته رسېدل پېچلي کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي وویل: "په افغانستان کې سوله د ټولو افغانانو هیله ده. د افغانانو يوازنۍ هیله، خو په افغانستان کې سوله یوه پېچلې مسئله هم ده. دا چې په افغانستان کې د نړیوالو سیاستونو پېچلتیا، په دې هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو هدفونو او نورو پېچلتیاوو ته پام چې ورسره مخامخ یو، څه ډول کولای شو د سولې لپاره خپلې هیلې سره یو کړو."

پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې روانې هڅې پېچلې بللې وې، په تېره بیا له طالبانو سره د متحده ایالاتو د ټکنیو مذاکرو پر بریا یې یو څه شک څرګند کړی و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره ۱۰ وارې مذاکرې کړي، خو اوس دغه مذاکرې په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG