د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

هشت صبح: د سیمې او نړۍ قدرتونه دې افغانستان د جګړې ډګر نه ګرځوي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډيره د ایران د قدس ځواکونو د مشر وژل کېدو او پر افغانستان یې د اغیزو او د سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د ایران د سپاه پاسداران ډېر مهم قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو قومنده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړې وه چې په نړۍ کې له لویو غبرګونونو سره مخ شو.

وړاندې راغلي، دلته دوه مسئلې د پام وړ دي، تر ټولو مهمه مسئله چې په سېمه او افغانستان کې پرې اندېښنې ښودل کېږي د امریکا جنګي تګلارې دي، ظاهراً امریکا په عراق کې پوځي حضور نه لري خو دا دی عملاً وینو چې امریکا هم په عراق او هم سوریه کې پوځي عملیات ترسره کوي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د دغسې بریدونو بدل نه پاتې کېږي خو په وینا یې د بدل اصلي قربانیان به د افغانستان، سوریې او عراق په څېر مظلوم ولسونه وي چې په کې امریکايي پوځونه اډې لري.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه هم د قاسم سلیماني په وژل کېدو مقاله خپره کړې او له افغان حکومت څخه یې غوښته کړې چې په خپل غبرګون کې بې پري پاتي شي.

وړاندې راغلي ،په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ کړکېچونه زیاتېږي کابل له بېلابېلو لورو تر فشار لاندې راځي ترڅو د یو لوري په طرف ودرېږي خو افغانستان باید داسې سیاست غوره کړي چې بې طرفه وی او هېڅ لوري سره تړاو ونه لري.

د هشت صبح په سرمقاله کې همدارنګه راغلي، ایران د افغانستان ګاونډی دی او امریکا د افغانستان ستراتیژیک ملګری او تر ټولو لوی مالي تمویلونکی هېواد دی نو په دې شرایطو کې پرته له دې چې افغانستان بې پرې پاتي شي بله لار نه لري.

د ورځپاڼې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، د سېمې او نړۍ قدرتونه هم باید افغانستان د جګړې ډګر ونه ګرځوي او له دغه هېواد سره خپلې دوستانه اړېکې وساتي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د نورو مسایلو ترڅنګ په سرمقاله کې د قطر خبرو اترو د درېدو غوښتنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د زلمي خلیل زاد په مشرۍ په قطر کې امریکايي پلاوي له طالب استازو سره و نه شوای کړای چې په مذاکراتو کې افغانستان ته سوله راولي، بلکې د قطر خبرې له ټولو رسنیو، بشري حقونو له ارګانونو، ملګرو ملتونو او ان د افغانستان او امریکا له ملتونو هم پټې دي.

په سرمقاله کې همدارنګه راغلي، اوس طالبان وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې هېڅ اوربند نه کوي خو له دې وړاندې پر امریکا فشار راوړی و چې د هغوی ۵ زره بندي جنګیالي د افغان حکومت له زندانونو ور خوشې کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په اصل کې په قطر کې ناست طالب استازي د سولې لپاره نه بلکې د هغوی د ملاتړو د ګټو لپاره له امریکايي پلاوي سره چنې وهي او د هغو طالبانو استازولي نه شي کولای چې اوربند او سولې لپاره شیبې شماري.

XS
SM
MD
LG