د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

سرخط: جګړه څلوېښت کلنه شوه خو ختمه نه شوه


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د جدي شپږمې او د کابل زهرجنې هوا په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، پرون د مرغومي شپږمه وه، څلوېښت کاله وړاندې پخواني شوروي ځواکونو ټول نړېوال او بشري اصول تر پښو لاندې کړل، پر افغانستان یې یرغل وکړ او خپل یو لاسپوڅی یې وواژه بل یې پر ټانکونو سپور راوست او د کابل پر تخت یې کښېناوه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا چې څلوېښت کاله وروسته د یو لوی یرغل یادونه لاهم افغان ولس د پردیو تر سیوري لاندې غندي، معنا یې داده چې دوی له خپلو غمیزو او حماسو هېڅ نه دي زده کړي، نه یوازې څه یې نه دي زده کړي بلکې ډېر څه یې له لاسه ورکړي چې باید اوښکې پرې تویې کړوو.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي،جګړه څلوېښت کلنه شوه خو ختمه نه شوه.

وړاندې راغلي، د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول او دغلته یې جګړې، وژنو او بریدونو ته دوام ورکړ چې له کبله یې میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله، ډيری افغان یې معلول او د هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې افغانان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په بېلابېلو نومونو یو د بل پر وړاندې جنګېدلي او لا نه دي توانېدلي چې په خپل هېواد کې بل شوی اور چې هره ورځ پکي افغانان سوځي مړ کړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، تاریخ ثابته کړې چې افغانان تل د نورو په لارښوونه، د هغوی د موخو او ګټو لپاره په خپل وطن کې له خپلو هېوادوالو سره ماشه په ماشه شوي او همدا لامل دی چې له څلوېښت کالو وروسته مو هم خلک او وطن په پردي اور کې سوځي.

په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې افغانان باید نور له تېرو تجربو درس واخلي او نور په خپلو کې سره جوړ شي، د پردیو موخو او ګټو پرځای خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که له تېرو تجروبو عبرت وانخلو او بیا هم د هېوادوالو د مرګونو او د وطن د ویجاړي خو د پردیو مزدوري ته دوام ورکړوو، لرې نه ده چې څلوېښت کاله به نور هم همداسې په اور کې سوځو، همداسې به له پښو غورځیدلي وو، همداسې به پریدو ته اړ یو او همداسې به د نړۍ له کاروانه وروسته پاتې یو.

  • هېواد ​

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د کابل زهرجنې هوا د مخنیوي لپاره ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، افغان چارواکو تر سبا پورې د کابل ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو خاوندانو، د حمامونو، بټیو، ارباتمانونو او هغو مرکزونو چې د سونګ پر خرابو توکو یې د کابل هوا ککړه کړې خبرداری ورکړی چې باید د چاپیریال ساتنې لارښود عملي کړي کنه جرېمه او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه اقدام وروسته له هغه کېږي چې په ارګ کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره جدي کار وکړي او نور هغه څه د زغملو نه دي، چې هوا ککړوي.

XS
SM
MD
LG