د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

دفاع وزارت: افغان ځواکونه له دفاعي حالته جګړه ییز ته اوښتي


افغان سرتېري د عملیاتو پرمهال- ارشیف
افغان سرتېري د عملیاتو پرمهال- ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په سږني ژمې کې افغان ځواکونه له دفاعي حالت وتلي او د نورو کلونو په خلاف د جګړې ساحه او شدت دوی ټاکي نه وسله وال طالبان.

د سولې هڅې زیاتې شوي، او د مرغومې د میاشتې په پیل سره د افغانستان ګڼې سړې سیمې واورو پوښلي، خو دې دواړه د جګړې تاوده ډګرونه نه دي ساړه کړي.

د نورو کلونو په خلاف په سږني ژمي کې د افغانستان ګڼ ولایتونه په ځانګړې توګه شمال او جنوب کې د زیاتېدونکو امنیتي پېښو شاهدان دي.

په بلخ کې د جرمني سرتېرو د پوځي اډې یو استخباراتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې خبرداری ورکړی او یلي یې دي: "که په ستراتيژیکه کچه په دې کال کې کوم مهم څه بدل نه شي، سږنی ژمی به د جګړې له پلوه تود ژمی وي."

فرانسې خبري اژانس د دې جرمن استخباراتي چارواکي نوم نه دی اخیستی خو له قوله یې زیاتوي چې همدا اوس په شمال کې په ورځنۍ توګه لسګونه امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي.

له مزارشریف څخه بهر د جرمني د پوځي اډې دې استخباراتي چارواکي زیاته کړې: "ټول کال جګړه روانه وه او دا د دې څرګندوي چې طالبانو د خپل کنټرول سیمه پراخه کړې او په هغو سیمو یې هم واک ټینګ کړی چې په دودیزه توګه په تېرو کلونو کې د دوی تر واک لاندې نه وې."

په شمال کې وروستۍ پېښه د سه شنبې په شپه په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنیت پر یوه شریکه پوسته برید و چې لږ تر لږه ۷ افغان سرتېري په کې ووژل شول.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا دا نه مني چې ګوندې وسله والو طالبانو په ساړه ژمي تودې جګړې ته زور ورکړی.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دوی له دفاعي حالته وتلي او په سږني ژمې د نورو کلونو په خلاف افغان ځواکونه جګړې ساحه او شدت ټاکي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

هغه زیاته کړه: "کله چې تاسو له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ځئ، دلته د جګړې ساحه تاسو خپله ټاکئ، په ژمي کې هم زموږ عملیات روان دي، که چیرې تاسې وګورئ، په ختیځ کې داعش ته لویه ماتې ژمي کې ورکړل شوه، یا هم په ځینو شمالي ولایتونو کې اوس زموږ عملیات روان دي، مونږ ته دا مهمه نه ده چې هوا سړه ده که توده، مهمه د سیمو ازادول او د خلکو د سرو مال دفاع ده."

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند ښاغلي احمدزی په وینا د شمال، جنوب، جنوب ختیځ او مرکزي سیمو په شمول د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د دفاع کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت د ریاست په همغږۍ د هرو څلور ویشتو ساعتونو لپاره عملیات پلانیږي او او دا مهال دوام لري.

نوموړي د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ازبکستان پولې ته څېرمه د ۷ افغان سرتېرو د وژل کېدو وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، په جګړه کې طبیعي ده چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوړي.

احمدزی وايي: "د بلخ ولایت په دولت اباد کې وړمه شپه زموږ ۷ تنه د ملي اردو سرتېري شهیدان شوي، مونږ په دې اړه څیړنې کوو چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، جزئیات به یې تاسو شریک کړوو."

په افغانستان کې د جګړې د تودېدو د راپورونو تر څنګ په دې هېواد کې د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.

د روسیې خبري اژانس ټاس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې لیکلي چې تمه لري ژر به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې یو تړون لاسلیک شي.

د افغانستان لپاره د رورسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د رورسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف

د ټاس په وینا کابلوف هیله ښودلې چې د دې تړون لاسلیک به د نوي میلادي کال له پیل وروسته وي چې څو ورځو کې پیلیږي.

کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، امریکا او طالبانو د روسیې په شمول ځینې هېوادونه ورغوښتي څو د دې هوکړې د لاسلیک شاهدان اوسي چې په وینا یې روسیې دا بلنه منلې.

یو شمېر رسنیو داسې راپورنه هم ورکړي چې طالب مشران له امریکا سره تر دې احتمالې هوکړې وروسته او د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې پر یو اوربند هم غور کوي چې د افغان حکومت او امریکايي لوري غوښتنه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر کې له طالب مرکچي پلاوي سره د خبرو پرمهال. March 12, 2019
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر کې له طالب مرکچي پلاوي سره د خبرو پرمهال. March 12, 2019

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي: "که چیرې د جګړې مقابل لوري د سولې یا اوربند کومه نښه وښيي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې هرکلی وکړي خو تر هغې چې په دې برخه کې کوم حرکت نه وي شوی، دوی به د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات په ساړه ژمي تاوده وساتي."

XS
SM
MD
LG