د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

دفاع وزارت: په جوزجان کې د سرتېرو کلابندي ختموو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د جوزجان په درز اب ولسوالۍ کې به هغو افغان دفاعي ځواکونو ته چې د طالبانو تر کلا بندۍ لاندې دي مرسته ورسوي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د جوزجان د درز اب ولسوالۍ په انتن تپه کې افغان ځواکونو ته د مرستو له رسولو خبر ورکوي، خو سیمه ییز چارواکي وايي، تر اوسه د دغو ځواکونو د ژغورلو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده شوې.

د درزاب ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان نصرت الله د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،چې له تیرو لسو ورځو راهیسې ۳۰۰ افغان وسله وال ځواکونه د غرونو په لوړه کې محاصره دي او تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: "مونږ ټول وږي تږي یو، نږدې ۱۰ ورځې کېږي چې دلته یو، هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، کومې مواصلاتي لارې چې په کلي کې دي ټولې بندې دي، تر دې مخکي به له دغو لارو خلکو ډوډۍ راوړله خو اوس په ټولو هغو لارو کې وسله والو مخالفانو ماینونه ايښي دي."

په دې محاصره شوي سرتېرو کې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سیمه ییزو پولیسو سرتېري شامل دي.

د نوموړي په وینا، دوی په مرکز کې له چارواکو سره خبرې کړي خو تراوسه هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

چارواکي وايي، که چیرې د انتن په پوسته کې محاصره شویو سرتېرو ته کافي تجهیزات او اعاشه ونه رسېږي له ناورین سره به مخ شي.

درې میاشتې مخکې چې کله د جوزجان د درزاب ولسوالي، د طالبانو لاس ته ولوېده، په دې ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي امنیتي ځواکونه اړه شول څو د انتن لوړې ته شاتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د ارزګان پر ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالباتو له حملې وروسته ۱۵۰ افغان ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې ترمحاصرې لاندې و.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي رايډو ته وویل، چې د نن ورځې ترماښامه به په جوزجان کې د محاصره شویو سرتیرو ستونزې هوارې شي.

هغه وايي: "د هوا وضیعت اوس ښه دی، او د هوا له لاري به ټولو سرتېرو ته به تجهیزات او ټول امکانات ورسول شي، او محاصره شوي سرتېري به له هغه سېمې تبدیل شي."

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی حلیمه صدف ازادي راډيو ته وویل، که چیري دغو ځواکونو ته مرستې ونه رسېږي، د خوارکي توکو د نه شتون او سړې هوا له امله به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG