د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د افغانستان حکومت: د داعش په ځپلو کې طالبانو هېڅ رول نه درلود

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پرون (ډسمبر ۳مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا/ایتلافي ځواکونو، د افغانستان پوځ او دغه راز د طالبانو له خوا د اغېزمنو عملیاتو په نتیجه کې د داعش – خراسان ډلې خپلې سیمې او جنګیالي له لاسه ورکړل.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش اورپکو په اړه د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ډله د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هلو ځلو په پایله کې ځپل شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پرون (ډسمبر ۳مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا/ایتلافي ځواکونو، د افغانستان پوځ او دغه راز د طالبانو له خوا د اغېزمنو عملیاتو په نتیجه کې د داعش – خراسان ډلې خپلې سیمې او جنګیالي له لاسه ورکړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، طالبانو نه یواځې دا چې ددغه وسله والې ډلې په ځپلو کې رول نه درلود، بلکې دې ډلې په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو فعالیت ته هم زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي رحیمي وویل: "طالبانو نه یوازې دا چې مرسته نه ده کړې او دغه شان يې پر داعش ډلې فشار نه دی راوړی بلکې په افغانستان کې يې ټولو تروریستي کړیو ته زمینه سازي کړې ده. تاسې وګوري دوی په خپله د طالبانو له لوري تمویلېدل، یعنې ډېری هغه طالبان چې د طالبانو له رهبرۍ سره يې ستونزه راتله، مستقیم داعش ډلې ته تلل چې دا خپله یوه ډول زمینه سازي ده. "

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی خو په بشپړ ډول لمنځه نه دی وړل شوی.

خلیلزاد هم دا یو رښتینی پرمختګ بللی، خو په خبره یې چې داعش – خراسان لا نه دی محوه شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ډاډ ورکوي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې به د داعش پاتې جنګیالي هم ډېر ژر له منځه یوړل شي او یا به د وسلې کېښودو ته اړ کړای شي.

طالبانو هم له دې وړاندې ویلي وو چې په ننګرهار کې يې د داعش ډلې پر وړاندې سختې جګړې کړي او دغه ډله يې ماته کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان که څه هم د خلیلزاد پر څرګندونو تبصره ونه کړه، ویې ویل چې لا هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې پرضد تصفیوي عملیات دوام لري.

ښاغلي امان وویل چې په هغو سیمو کې چې له داعش تصفیه کېږي، د اورپکو د بیا راتګ د مخنیوي لپاره دولتي ځواکونه هلته مېشت کېږي.

د امنیتي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخیل وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او داعش جنګیالیو پخوانیو نښتو ته په کتو، فکر نه کوي چې د داعش پر ضد جګړ کې دې طالبانو رول درلود.

ښاغلي سلیمانخېل وویل: "په لومړیو کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ ډېر جنګونه وشول، دا باید ومنل شي، خو د دغه ډلې د ماتېدو په مسئله کې زموږ د معلوماتو له مخې طالبانو مرسته نه ده کړې. دا یوازې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، بهرنیو پوځیانو او سیمه ییزو پاڅون کوونکو تسلیمېدو ته اړ کړل."

په ننګرهار کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د راپورونو پر بنسټ د داعش اړوند له زرو زیات کسان چې تر نیمايي زیات یې جنګیالي او پاتې نور یې ښځې او ماشومان دي، د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د عقرب/لړم په ۲۸مه اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د ولسي پاڅون په نتیجه کې د اسلامي دولت (داعش) ډله په ننګرهار کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

XS
SM
MD
LG