د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

'ټرمپ روانه اوونۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کمول اعلانوي'


مخکښ امریکايي سناتور لېندسي ګراهام
مخکښ امریکايي سناتور لېندسي ګراهام

مخکښ امریکايي سناتور لېندسي ګراهام وايي، تمه ده چې ولسمشر ټرمپ به په دې اوونۍ کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمولو اعلان وکړي.

سناتور ګراهام د دوشنبې په ماښام کابل کې وویل، ولسمشر ټرمپ ښايي په دې اوونۍ کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول اعلان کړي چې له راتلونکي کال به پیل شي.

د ګراهام په وینا د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او څومره چې د دوی وړتیا زیاتېږي هومره به د امریکايي ځواکونو شمېر کمېږي.

د امریکا د سنا دې مخکښ سناتور چې ولسمشر ټرمپ ته نږدې بلل کېږي او دمخه تر دې یې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو سره مخالفت کاوه، د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که ولسمشر ټرمپ په دې اوونۍ کې په افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ څخه د امریکايي سرتېرو د شمېر کمولو اعلان وکړي دا به‌یې ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا دا ځکه چې ۸۶۰۰ سرتېري کافي ځواک دی څو ډاډمنه کړي چې افغانستان بیا پر امریکا د برید په ډګر نه‌بدلېږي.

دې امریکايي سناتور همدارنګه وویل چې له افغانستان د سرتېرو ایستل باید شرایطو ته په پام وي او طالبان باید هغه ژمنې پوره کړي چې دوی یې کوي.

نوموړي په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو او په تېرو ۱۸ کلونو کې د دوی د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار وکړ او ویې‌ویل د جګړې د پای ته رسولو لېوالتیا باید د دې سبب نه‌شي چې افغان ښځې بېرته شا ته ولاړې شي.

سناتور ګراهام په کابل کې د څرګندونو پر مهال همدارنګه وویل پر طالبانو د دې باور نه‌شي کېدای چې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې باوري ځواک به واوسي.

لېندسي ګراهام د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا لیدنې وکړې.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، په لیدنه کې د ګراهام ټینګار پر دې و چې یوې داسې سولې ته دې کار وشي، څو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ونه‌وځي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسؤلانه او تدریجي کمول هم په هغو مسئلو کې شامل و چې (سناتور ګراهام) پرې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې، ولسمشر غني د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې چې دا مهال ډېره برخه امنیتي مسؤلیت پر غاړه لري."

ګراهام چې تر دې مخکې یې هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول ته ګوته نیولې، په کابل کې یې بیا ټینګار وکړ چې که پاکستان پر طالبانو نور فشار راولي، دا به افغانستان کې د کړکېچ هواري کې زیاته مرسته وکړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل، ولسمشر غني، له سناتور ګراهام سره لیدنه کې وویل چې اوربند او له افغانستانه بهر طالبانو ته د امن پر پناه ځایونو تمرکز زموږ د خلکو پوښتنې دي چې باید ځواب شي.

نوموړی زیاتوي: "اوله مسئله د طالبانو لپاره له افغانستان څخه بهر د خوندي پټنځایونو مسئله ده، دوهمه موضوع د اوربند وه چې د طالبانو له‌خوا باید ومنل شي څو موږ خبرې اترې سره پیل کړو، یعنې په افغانستان کې باید جګړه داسې پای ته ورسېږي چې زموږ ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ته زیان ونه‌رسېږي."

له اجرائیه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او سناتور ګراهام په لیدنه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر شفافیت، د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیاوو او همدارنګه د سولې په پروسه بحث وشو.

د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې په وینا، په دې لیدنه کې سناتور ګراهام هیله څرګنده کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک او د تاوتریخوالي له کمېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي او په‌کې د افغانستان په استازیتوب یوه ټول‌شموله هیئت برخه واخلي.

تر دې مخکې دې امریکايي سناتور په پاکستان کې له صدراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، ګراهام له جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د سولې په شمول د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

طالبان ټینګار کوي چې د سولې په هر ډول جوړجاړي کې به له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل شامل وي.

له دې ډلې سره یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په هڅو بوخت دی.

نوموړي تېره اوونۍ په بګرام هوايي اډه کې د طالبانو له یو برید وروسته په موقته توګه دوحه کې له طالب استازو سره خبرې وځنډولې، خو تمه کېږي چې دا خبرې اترې به ژر بېرته پیل شي.

دا مهال له طالبانو څخه د امریکايي لوري مهمه غوښتنه د تاوتریخوالي په کمولو سلا کېدل دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG