د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

سرچینې: ټاکنو کې استعمالېدونکې بایومټریک دستګاوې تخنیکي ستونزې لري


د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالېدونکې بایومټریک دستګاوې
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالېدونکې بایومټریک دستګاوې

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک دستګاوو استعمال، خو د دغه دستګاوو د تخنیکي ستونزو په اړه جدي اندېښنې.

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یو شمېر سرچینې وايي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالېدونکې بایومټریک دستګاوې تخنیکي ستونزې لري.

په دغه کمېسیون کې یو شمېر سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌يې واخیستل شي وايي دغه بایومټریک دستګاوې، قلف نه‌لري او د رأی اچونې له ورځې وړاندې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

د سرچیني په وینا د تکراري رأیو د استعمال نه‌مخنیوی او د عکسونو نه‌تشخيصېدل د دغه دستګاوو دوه نورې عمده ستونزې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر تخنیکي کارکوونکي د بایومټریک دستګاوو د چک کولو پر مهال
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر تخنیکي کارکوونکي د بایومټریک دستګاوو د چک کولو پر مهال

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عصمت‌الله مل یادې تخنیکي ستونزې مني، خو وايي ژر به حل شي.

دی وايي د دغه دستګاوو واردوونکي کمپنۍ «درملوګ» سره د کمېسیون تخنیکي ټيم په همدغه ستونزو کار کوي.

ښاغلی مل زیاتوي: "د درملوګ کمپنۍ انجنیران او زموږ تخنیکي ټیم په همدې ستونزو کار کوي او هڅه کوو چې نن د شپې تر ناوخته دا ستونزه پای ته ورسېږي."

خو هغه سرچینه چې ازادي راډيو سره‌يې خبرې کولې وویل فکر نه‌کوي چې د بایومټریک دستګاوو تخنیکي ستونزې دې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نږدې ۱۷ زره نوې بایومټریک دستګاوې رانیولي چې د پخوانیو ۲۲ زره سره‌يې شمېر ۳۹ زره دستکاوو ته رسېږي.

د روانې سنبلې میاشتې په اتمه نېټه به ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو استول پیل شي.
د روانې سنبلې میاشتې په اتمه نېټه به ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو استول پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس چې اوس‌مهال د دغه دستګاوو بسته‌بندي روانه ده او د روانې سنبلې میاشتې په اتمه نېټه به‌يې ولایتونو ته استول پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا وايي که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بایومټریک دستګاوو کې د موجوده ستونزو په حل کولو ونه‌توانېږي، نو پراخو درغلیو او ګډوډیو ته به زمینه برابره کړي.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده ازادي راډيو ته وویل: "موږ هم د ټاکنو په ورځ د بایومټریک دستګاوو د تخنیکي استعمال په اړه اندېښنه لرو او د رأی ورکوونکي د هویت د تثبیت لپاره چې کومه بسته په نظر کې نیول شوې ده، له بده مرغه ډېره روښانه نه‌ده او زموږ موندنې ښيي چې تخنیکي ستونزې لري او دا چې د انتخاباتو په ورځ به په کوم شکل مدیریت شي له شک پرته د اندېښنې وړ ده، زموږ هیله دا ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې جدي واوسي که د بایومټریک دستګاوو ستونزې حل نه‌شي، نو د انتخاباتو په ورځ به پراخه درغلۍ وشي او ګډوډي به رامنځته شي."

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا مشر نعیم ایوب‌زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا مشر نعیم ایوب‌زاده

د یادولو وړ ده چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په دغه دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رأی اچونې په ورځ د بایومټریک دستګاوو کار نه‌کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأی اچونې په ورځ‌يې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هماغه مهال ډاډ ورکړی وو چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه دستګاوو ستونزې حل کړي.

XS
SM
MD
LG