د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

راتلونکو ټاکنو کې د بایومټریک په وسیله د ښځو د عکس اخیستنې په اړه اندېښنې


ارشیف، د نوم ثبتونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، د نوم ثبتونې د یوه مرکز انځور

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بایومټریک دستګاه کې د ښځو د عکس ثبتولو خبره کوي، خو په دې اړه یو شمېر اندېښنې مطرح شوې هم دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې به د شفافیت په خاطر د بایومټریک دستګاوو په وسیله د ټولو رأیې ورکوونکو مېرمنو عکسونه واخلي.

خو کمېسیون په دې برخه کې ځینو ټولنیزو ستونزو ته پام نه دی کړی.

د شبرغان یوه اوسېدونکې سمیرا نه غواړي چې د انتخاباتو لپاره یې عکس واخیستل شي.

سمیرا وايي، هغه او مور یې له یو شمېر کورني محدودیتونو سره مخ دي.

دې وویل: لومړی دا چې کورنۍ راته اجازه نه راکوي، څو د بایومټریک د دستګاه په وسیله مې عکس واخیستل شي، ځکه مونږ په داسې شرایطو کې ژوند کوو چې دا مونږ ته ګڼې ستونزې پیدا کوي.

ارشیف، د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتونې د یوه ښځینه مرکز انځور
ارشیف، د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتونې د یوه ښځینه مرکز انځور

دا یوازې د فاریاب د مېرمنو ستونزه نه ده، بلکې د هلمند یو شمېر اوسېدونکې مېرمنې هم په انتخاباتو کې د ښځو له عکس اخیستلو سره مخالفې دي.

فرزانه چې د هلمند ولایت اوسېدونکې ده، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو انتخاباتو کې یې رأیه کارولې، خو اوس د عکس اخیستلو له امله په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

دې زیاته کړه: زه په هېڅ وجه په انتخاباتو کې عکس اخیستلو ته چمتو نه یم، ځکه زه په داسې یوې کورنۍ پورې اړه لرم چې ماته د دې کار اجازه نه راکوي.

خو یو شمېر نورې مېرمنې بیا په انتخاباتو کې د شفافیت لپاره د بایومټریک دستګاه په وسیله د ښځو د عکس اخیستل اړین او پرځای ګام ګڼي.

دوی وايي، دا کار به درغلیو مخه ونیسي.

د فراه ولایت اوسېدونکې سحر او د کندز اوسېدونکې مرضیه وايي:

"په هر قیمت چمتو یوو څو په رأیه اچونه کې ګډون وکړو او ټول وګړي حق لري چې انتخاباتو کې ګډون وکړي."

"مونږ هرو مرو په انتخاباتو کې ګډون کوو، که چېري عکس هم واخلي، مونږ چمتو یوو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې به د هغو مېرمنو رأیې بې اعتباره شي چې د بایومټریک دستګاه په وسیله یې عکس نه وي اخیستل شوی.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ټیفا مسؤلین وايي، د دغې پرېکړې عملي کول به ستونزمن وي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په شان په سنتي او دودیزه ټولنه کې د دغه ډول پرېکړو عملي کول په انتخاباتو کې د ښځو پر ګډون منفي اثر کوي.

نوموړي وویل، د دې لپاره باید لومړی د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي.

ده وویل: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نورې ادارې په ځانګړي ډول د ښځو چارو او د حج او وقافو وزارتونه،کمیسیونونه او علماء کولای شي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

له دې سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ټولو هغو ښځو عکسونه چې اخیستل کېږي، هغه به خوندي او محرم وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

ده وویل: هڅه کېږي څو ټولو خلکو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شي چې دا مسایل د دوی شخصیت او محرمیت ته زیان نه رسوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د مېرمنو په نوم ډېرې خیالي رأيې استعمال شوې وې او دوی دا ځل هڅه کوي چې د دغه ډول درغلیو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG